د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو اړوند یوې الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې الوتکې سقوط وکړ
د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو اړوند یوې الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا سمندري ځواکونو د دوشنبې په ورځ وویل، چې سمندري ځواکونو پیلوټ ریچارډ بلک د جمعې په ورځ په کلیفورنیا کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شو.
د سمندري ځواکونو چارواکو په یوه بیان کې وویل: "د سمندري ځواک د پیلوټ بیک د کورنۍ، ملګرو او د کښتۍ ملګرو سره په دې غمجنه پيښه کې ځان شریک بولو."
بیل هغه وخت ووژل شو کله چې د هغه F/A-18E سوپر هارنیټ جنګی الوتکه د ماسپښین په دوه بجو او ۳۰ دقیقې د کلیفورنیا ایالت د ټرونا ښار سره نږدې ولویده.
ویل کیږي دا پيښه د تیرې جمعې پر ورځ رامنځته شوې وه خو د امریکا سمندري ځواکونو نن د پیښې اعلان وکړ.
سمندري ځواکونو وویل چې هغه د تعلیمي ماموریت په چوکاټ کې الوتنه کوله کله چې د هغه الوتکه په "لرې پرتې، ناامنه سیمه" کې ولوېده. د چارواکو په خبره په دې پېښه کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د ژغورنې هڅې روانې دي. د سمندري ځواکونو د مسئولینو سربیره ځایي چارواکي هم د پيښې ځای ته تللي دي.