زیلینسکي : روسیې د اوکراین شل سلنه خاوره اشغال کړې ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د هېواد ۲۰ سلنه خاوره د روسي اشغالګرو په ولکه کې ده.

1837055
زیلینسکي : روسیې د اوکراین شل سلنه خاوره اشغال کړې ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د هېواد ۲۰ سلنه خاوره د روسي اشغالګرو په ولکه کې ده.

ولادیمیر زیلینسکي د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګزامبورګ پارلمان ته وینا وکړه.

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار  سره  وویل چې د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین د  برید راهیسې د روسیې اردو ۳۶۲۰ میشت ځایونو ته ننوتلي دي، چې له دې ډلې څخه ۱۰۱۷ بیرته  ژغورل شوي دي.

 هغه وویل "تر نن ورځې پورې زموږ شل سلنه خاوره د  روسیې لخوا اشغال شوې ده،  چې دا شاوخوا ۱۲۵ زره کیلومتره مربع مساحت کیږي."

 

زیلینسکي وویل، د اوکراین ۳۰۰ زره کیلومتره  مربع خاوره له ماینونو او ناچاودېدونکو بمونو ډکه ده، ۱۲ میلیونه اوکراینیان په کور دننه بې ځایه شوي او تر ۵ میلیونو ډېر کسان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي بهر ته تللي دي.

د اوکراین مشر زیاته کړه ، که روسیه په دې جګړه کې بریالۍ شي، نو په اروپا کې به د ټولو لپاره تورم دوره پیل شي.

"که موږ دا جګړه وګټو، نو اروپایان به وکولی شي خپلې ازادۍ ته دوام ورکړي."

 

زیلینسکي دې ته په اشارې سره  وویل چې د جګړې له پیل راهیسې په ۹۹ ورځو کې "په لسګونو زره خلکو" خپل ژوند له لاسه ورکړی، د همدې امله د دې جګړې پای ته رسولو لپاره د ټولې نړۍ  نه د  ملاتړ غوښتنه کوو.



اړوند خبرونه