په پراګ کې د الزایمر ناروغانو د مراقبت په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د الزایمر ناروغانو د درملنې  او مراقبت په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

1836472
په پراګ کې د الزایمر ناروغانو د مراقبت په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د الزایمر ناروغانو د درملنې  او مراقبت په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

د مسئولینو په وینا د الزایمر د ناروغانو د درملنې او مراقبت پدې مرکز  چې د نامعلوم لامل له مخې اور لګیدلی دی  له ۵۶ ناروغانو څخه ۵۴ تنه ټپیان شوي دي.

ویل شوي، چې په ټپیانو کې د ۲ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

اورلګیدنه د نوموړي مرکز په وروستي پوړ کې رامنځته شوې وه چې په لنډه موده کې ټولې ودانۍ ته خپره شوه.

د پراګ د اضطراري خدماتو ویاندې مونیکا نوواکووا وویل: "موږ د ماښام په ساعتونو کې د پیښې په اړه راپور ترلاسه کړ چې ډیر ژر  د پیښې ځای ته ورسیدو. په د ماسخوتن تر ۸ بجو او ۳۰ دقیقو پورې  ، موږ د اور وژنې د ډلو د  رارسیدو دمخه د ودانۍ څخه ۵۶  تنه ناروغان تخلیه کړل. په ټولیزه توګه ۵۴ تنه ټپیان شوي دي. د دوو کسانو حالت نازک وو، یو معتدل ټپي او ۵۱  ته  لږ ژوبل شوي وو. د الزایمر ناروغان دا  زاړه کسان  د امبولانسونو په واسطه شاوخوا روغتونونو ته وړل شوي، "

د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه