روسیې اروپا د شیل انرژۍ او دنمارک د اورستید شرکت ته د ګازو صادرات ودرول

د روسیې د انرژۍ شرکت ګازپروم  د اروپا  د شیل انرژی او ډنمارک اورستید انرژۍ شرکت ته د طبیعي ګاز لیږد په بشپړ ډول بند کړی دی.

1835887
روسیې  اروپا د شیل انرژۍ او دنمارک د اورستید  شرکت ته د ګازو صادرات ودرول

 د روسیې د انرژۍ شرکت ګازپروم  د اروپا  د شیل انرژی او ډنمارک اورستید انرژۍ شرکت ته د طبیعي ګاز لیږد په بشپړ ډول بند کړی دی.

د ګازپروم شرکت لخوا په خپور شوي  بیان کې ویل شوي چې د اروپا شیل انرژی او ډنمارک میشته اورسټډ شرکت چې په  روسي روبلو د ګازو د پیسو د ورکولو نه ډډه کړې وه پر دوی يي ګازو جریان بند کړ.

په بیان کې، ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د اپریل د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د روسیې د ګازو تادیه په روبل ترسره کولو شرط ایښودل شوی دی  ، چې د اروپا  د شیل انرژی او اورسټډ  شرکت ددې شرط نه په سرغړونې سره په روسي روبلو د ګازو د پيسو د ورکولو نه ډډه کړې ده . د همدې امله د نن نه په اعتبار سره  دواړو شرکتونو  ته د ګازو جریان پرې شوی دی.

د ویلو ده چې د روسېې د انرژۍ شرکت ګازپروم ددینه مخکې په  پولنډ، بلغاریا، فنلنډ او هالنډ چې په روسي روبلو يي د ګازو د پيسو د ورکولو نه انکار کړی وو د ګازو جریان پرې کړی وو.


پيوندونه: #اروپا , #ګازو , #روسیه

اړوند خبرونه