نیډ پرایس : د روسیې او اوکراین ترمنځه د راونې جګړې د ختمولو په اړه د ترکیې د هلو ځلو نه ملاتړ کوو

امریکا متحده ایالتونو ویلي چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ترکیې د ډیپلوماتیکو هلو ځلو  او د اوکراین د خوراکي توکو د صادرولو لپاره د یوې  حل لارې  د موندلو په اړه د هڅو نه  ملاتړ کوو.

1835796

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس په  ورځنۍ خبري غونډه کې  د جون په اتمه ترکیې ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د سفر په اړه پوښتنې په ځواب کې وویل ، "موږ د دې جګړې د پای ته رسولو او په لومړي سر کې د تاوتریخوالي کمولو او په ورته وخت کې د اوکراین د غنمو او  خوراکي توکو صادراتو لپاره د  اسانتیا برابرولو، په شمول د خپل متحد هیواد  ترکيې په  ډیپلوماتیکو هلو ځلو  ډیر ښه  پوهیږو او په کلکه  یې ملاتړ کوو."

هغه په ناټو کې د فنلنډ او سویډن له شاملولو سره د ترکیې د مخالفت په اړه ، دا اعتراضونه په مستقیمه توګه د انقرې او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیزه مسله نه ده، دا هغه موضوع ده چې د ناټو د لوړ پوړو چارواکو او ترکیې، فنلنډ او سویډن له خوا مطرح شوې ده .

وياند پراېس دا هم وويل، چې امريکا به په دې برخه کې له ترکيې سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه