امریکا پر روسیې هر څه ژر د اوکراین جګړې د پایته رسولو او خوراکي توکو ته د اجازه ورکولو غږ کړی

امریکا متحده ایالتونو  په  روسیې  له اوکراین سره جګړه پای ته ورسوئ او خوراکي توکو ته اجازه ورکړئ غږ وکړ.

1833359
امریکا پر روسیې هر څه ژر د اوکراین جګړې د پایته رسولو او خوراکي توکو ته د اجازه ورکولو غږ کړی

امریکا متحده ایالتونو  په  روسیې  له اوکراین سره جګړه پای ته ورسوئ او خوراکي توکو ته اجازه ورکړئ غږ وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په خپل ورځني خبري کنفرانس کې د اجنډا ارزونه وکړه او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

ژان پییر د روسیې او اوکراین د جګړې له امله چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوې د خوړو د بحران په اړه بحثونه وکړل.

"روسیه باید په عاجله توګه د اوکراین پر وړاندې خپله جګړه پای ته ورسوي چې د نړۍ د خوړو خوندیتوب يي له منځه وړي او له اوکراین څخه د خوراکي توکو راوتلو اجازه ورکړي."

ژان پییر وویل، روسیه د خوراکي توکو د اوسني بحران مسئوله ده.

 

"د روسیې په وړاندې د امریکا متحده ایالتونو یا نورو هیوادونو بندیزونه د خوراکي توکو په مسئلې کومې اغیزې نه لري."

ژان پییر د امریکا په مطبوعاتو کې د هغو تورونو په ځواب کې چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د منځني ختیځ مشر بریټ مک ګورک او د انرژۍ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اموس هوچستین  د سعودي عربستان، اسرائیلو او مصر ترمنځ د تیلو د معاملې لپاره سعودي عربستان ته په پټه سفر کړی وو، ځواب ورکړ.

"زه دا تاییدولی شم چې مک ګورک او هوچسټین دا مهال په سعودي عربستان کې دي. چارواکي د ایران  لخوا د سیمې د بې ثباته کولو اقداماتو سره د مبارزې، د انرژی یو باثباته نړیوال بازار او داسې نور په اړه خبرو په خاطر سعودي عربستان ته تللي دي."



اړوند خبرونه