اوکراین د روسي ځواکونو تلفات اعلان کړل

اوکراین : په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰ تنه روس سرتیري له منځه وړي دي

1825263
اوکراین د روسي ځواکونو تلفات اعلان کړل

د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړ چې د فبرورۍ له ۲۴مې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې پوځ ۲۶۳۵۰ پوځیان، ۱۹۹ الوتکې، ۱۶۰ چورلکې او ۱۱۸۷ ټانکونه له لاسه ورکړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز له خوا د فبرورۍ له ۲۴مې او د مې د ۱۱مې تر منځ د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰ نور سرتېري له لاسه ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې پوځ ۲۶ زره ۳۵۰ پوځیان ، ۱۹۹ الوتکې، ۱۶۰ چورلکې، ۱۱۸۷ ټانکونه، ۲ زره ۸۵۶ زغره والې موټرې، ۵۲۸ توپونه، ۱۸۵ د راکټ لانچر سیسټم او ۸۷ د هوايي دفاع سیستمونه له لاسه ورکړي دي.

په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده  چې روسي ځواکونو ددې سربیره  ۱۹۹۷ موټرې، ۱۲ جنګي او  سپکې سرعت بېړۍ او ۳۹۰ بې پیلوټه الوتکې هم  له لاسه ورکړي، دغه راز ویل شوي چې د روسیې له خوا توغول شوي ۹۴ کروز توغندي هم د اوکراین د هوايي دفاعي واحدونو له خوا ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه