په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
ماشومان وژغورۍ سازمان : د افغانستان سره موجودې نړۍوالې مرستې کافي ندي
په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
ماشومان وژغورۍ نړیوال غیردولتي سازمان په ویب پاڼه کې په خپور شوي خبر کې راغلي دي ، افغانستان سره چې له څو کلونو راهیسې د جګړو، چاودنو او سیاسي ناکراریو ډګر دی، د لوږې د مخنیوي لپاره نړیوالې مرستې کافي نه دي.
په هیواد کې د اقتصادي وضعیت سربیره، د روسیې او اوکراین د جګړې د منفي اغیزو له امله چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې روانه ده او د سختې وچکالۍ له امله شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي.
که څه هم په وروستیو میاشتو کې له افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې زیاتوالی راغلی، خو د دغه هېواد ۵۰ سلنه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې اقتصادي کړکیچ وروسته له هغه زیات شو کله چې طالبانو د اګست په میاشت کې دغه هیواد ونیو. همداشان ددینه وروسته له سیمې سره پراختیايي مرستې وځنډیدې او ددې هیواد شتمنۍ کنګل شوې.
د بې وزلۍ او بېکارۍ د کچې لوړېدو افغانستان نن په خپل تاریخ کې د لوږې له ستر بحران سره مخ کړی دی. د خوراکي توکو د بیو لوړیدو د ډیرو افغانانو لپاره د خپلو حیاتي اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي دي.
ماشومان وژغورۍ د نړۍوال سازمان د اړیکو او رسنیو مشرې اتینا رایبرن وویل چې افغان ماشومان د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د پالیسیو د پایلو قرباني دي او یواځې دا مرستې د ماشومانو ژوند د ژغورلو لپاره کافي ندي.
رېبورن په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې اوس د افغانستان د ماشومانو پر وړاندې د شا تګ وخت نه دی، د افغانستان اقتصادي بحران ته باید دایمي حل لاره وموندل شي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.