د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف په دوه ورځني رسمي سفر پلازمېنې انقرې ته راورسېد.

د قزاقستان ولسمشر د دوه ورځني سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی

1824980
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف په دوه ورځني رسمي سفر پلازمېنې انقرې ته راورسېد.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایف په دوه ورځني رسمي سفر پلازمېنې انقرې ته راورسېد.

 

توکایف ته په ایسن بوغا هوايي ډګر کې د ولسمشر د مرستیال فوات اوکتای، د انقرې والي او ښاروالۍ چارواکو، نور سلطان کې د ترکیې سفیر اوفوک اکیچي او په انقره کې د قزاقستان سفیر یرکیبولان ساپیوف هرکلي ووایه.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د میلمه ولسمشر نه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

د ویلو ده چې دواړه مشران به دوه په دوه او د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو په ټولو ابعادو خبرې وکړي.

پداسې حال کې چې د خبرو اترو اصلي موضوع به اقتصاد وي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم د ۱۰ میلیارد ډالرو هدف ته د رسیدو لپاره پورته شوي ګامونه و ارزول شي او د سیاحت، انرژۍ، روغتیا او دفاعي صنعت په څیر د همکارۍ په برخو به ټینګار وشي.

دواړه مشران به د سیمه ییزو پرمختګونو تر سرلیک لاندې د ترکی د دولتونو د تشکیلاتو تر چت لاندې د ترسره شویو کارونو په اړه خبرې وکړي او د راتلونکې دورې د لارې په نقشه به  تمرکز وکړي.

ددې غونډې بله مهمه موضوع ړ روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روانه ده.

اردوغان به خپل سیال ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ترکیې د هلو ځلو په اړه معلومات ورکړي.



اړوند خبرونه