په نایجریا کې د جنایتکارو ډلو لخوا پر کلیو بریدونه دوام لري.
په نایجریا کې په وسله والو بریدونو کې په لسګونو تنه وژل شوي دي
1823757
په نایجریا کې د جنایتکارو ډلو لخوا پر کلیو بریدونه دوام لري.
د هېواد په زمفره ولایت کې یوې وسله والې ډلې په ۳ کلیو بریدونه وکړل. په دغه برید کې ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د باکورا سیمې یو تن چارواکي امینو سلیمان د برید په تړاو رسنیو ته وویل « پر موټرسایکل سپرو وسله والو په ۳ کلیو برید وکړ، چې په دې برید کې ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼشمیر نور ټپیان شول.
بریدګرو په سیمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر هم برید کړی او سوځولی دی چې له امله يي دوه تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی. ددې سربیره برید کوونکو ډېر زیات کورونه يې سوځولي دي.«
په دغه هېواد کې د جنورۍ په ۱۷مه په زمفره ولایت کې د وسله والو په بریدونو کې تر ۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.