د اوکراین ولسمشر : روسیه به په اوکراین کې هیڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسیږي

د اوکراین ولسمشر د روسیې لخوا پر دې د روان یرغل په اړه ارزونې وکړې

1818182
د اوکراین ولسمشر : روسیه به په اوکراین کې هیڅکله هم خپلو موخو ته ونه رسیږي

د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې دوه میاشتې تېرېږي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جګړې د څرنګوالي په اړه وویل، د اروپا او نړیوال امنیت برخلیک په اوکراین کې ټاکل کېږي.  هغه روسیې ته "تاسو به بریالي نه شئ" پیغام ورکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په اروپا او نړۍ د خپل هیواد د پیښو اغیزې اعلان کړې. په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړې نه دوه میاشتې تیریږي، د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د جګړې د دوام په اړه خپلو څرګندونو ته دوام ورکوي.

 

زیلنسکي‌ د دې خبرې  په ټینګار سره وویل  چې روسیه به ونه شي کولی خپل هدف ترلاسه کړي، "موږ د امکان تر حده اروپايي ټولنې د غړیتوب په خاطر پروسه ګړندۍ کوو.  هر هیواد ته مخکې له دې چې د اروپايي ټولنې  غړیتوب لپاره د نوماندۍ حق ترلاسه کړي   ځانګړی پوښتنلیک ترلاسه کوي او بشپړوي چې مونږ دا تاریخي‌ شیبې وار د مخه سرته رسولي.  هغه په ​​خپلو خبرو کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب مسئلې ته اشاره وکړه.

ولادیمیر زیلینسکي وویل چې  اوکراین سولې ته چمتو دی. هغه په ​​داسې حال کې چې په دونباس کې جګړه روانه وه، هم  چمتو وو او دی. دا اوس هم چمتو دی سره دې چې د روسیې یرغل او اشغال ساحه ډیره پراخه شوې ده . هغه زیاته کړه د دې لپاره چې روسیه د سولې لپاره مجبور کړی شي‌  هر اوکرایني نارینه او ښځه باید  جګړه وکړي،  او د خپلې خپلواکۍ نه  دفاع وکړي. ځکه د مبارزې هره ورځ به له دې جګړې وروسته، زموږ له بریا وروسته په سوله ییز ژوند کې ستره ونډه ولري.



اړوند خبرونه