د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي دي چې خپل اټومي ځواک ته به "په اعظمي سرعت" سره وده ورکړي.

کیم : که چیرې څوک زمونږ د هیواد پر ملي‌ ګټو برید وکړي‌ د اټومي‌ وسلې د استعمال نه به ډډه ونکړو

1818314
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي دي چې خپل اټومي ځواک ته به "په اعظمي سرعت" سره وده ورکړي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي دي چې خپل اټومي ځواک ته به "په اعظمي سرعت" سره وده ورکړي.

 

د شمالي کوريا د مرکزي خبري اژانس (KCNA) د خبر له مخې، کيم د شمالي کوريا د پوځ د جوړېدو د ٩٠مې کليزې د لمانځنو په چوکات کې په پلازمېنه پيونګ يانګ کې پوځي مراسمو کې ګډون وکړ.

 

کیم  پدې  مراسمو کې چې د لویو وچو نه تیریدونکې  بالستیک توغندي هم  نندارې ته وړاندې شوي وو وویل ، د هیواد  اټومي ځواک ته به په  "اعظمي سرعت" سره وده وکړي.

هغه ددې  په څرګندولو سره چې د اټومي ځواکونو اصلي ماموریت د نورو بریدونو  مخنیوی دی.

"که چیرې زموږ په خاوره کې کوم ناخوښ حالت رامنځته شي، زموږ اټومي ځواکونه په یو واحد ماموریت پورې محدود نه شي. که کوم ځواک هڅه وکړي چې زموږ په بنسټیزو ګټو کې مداخله وکړي، زموږ اټومي ځواکونه به د دویم ماموریت ترسره کولو پرته بله چاره ونه لري".

 

په خبر کې ویل  شوي چې د شمالي کوریا تر ټولو لوی د لویو وچو تیریدونکی  بالستیک توغندي، Hwasong-17، په پریډ کې نندارې ته وړاندې کړی وو.

 

یونهاپ خبري اژانس اعلان کړی بیا  د سټلایټ د انځورونو له مخې ویلي‌ دي‌ چې په دغه پریډ کې شاوخوا ۲۰ زره پوځیانو او تر ۲۵۰ ډېر پوځي تجهیزات شامل دي.



اړوند خبرونه