د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو پلازمینې کیف ته سفر کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په پلازمینه کیف کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره د لیدنې په اړه څرګندونو وکړې.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په پلازمینه کیف کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو سره د لیدنې په اړه څرګندونو وکړې.
هغه وویل د امریکا د دفاع وزیر لوید آستین او بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې د سفر ترڅ کې پلازمینې کیف ته راغلي وو لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د اوکراین سره د امریکا په مرستو او پر روسیې د لا سختو بندیزونو لګولو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.
هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې پدې حساس وخت کې دا سفر اوکراین ته د بلینکتن او آستین سفر ډیر مهم او ارزښتناکه دی.
هغه د اوکراین سره د امریکا د مرستو او ملاتړ نه مننه وکړه.
هغه زیاته کړه چې " مونږ د بلینکن او آستین سره پدې لیدنه کې د اوکراین د امریکا د دفاعي او مالي مرستو او ملاتړ ، امنیتی تضمینونو او روسیې پر ضد د لګول شوو بندیزونو د لا پیاوړي په اړه خبرې وکړې "
د ویلو ده چې د اوکراین د ولسمشر زیلنسکي د بلینکن او اسټین لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه. ددې لیدنې په اړه یو قطعه عکس هم د رسنیو سره ندی شریک شوی.
د بله پلوه د اوکراین د ولسمشر سلاکار الکسي ارستویچ تیره شپه د فیګین لایف تلویزیون سره په مرکه کې ددې سفر په اړه خبر ورکړی وو. هغه ویلي وو چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران پلازمینې کیف ته راغلي دي . هو نن دا دوه امریکايي وزیران په کیف کې دي او د ولسمشر زیلنسکي سره لیدنه کوي.