اوکراین ویلي چې ۲۰۶۰۰ تنه روس پوځیان له منځه وړي دي.
اوکراین د روسیې د تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه
اوکراین ویلي چې ۲۰۶۰۰ تنه روس پوځیان له منځه وړي دي.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ د فبرورۍ د ۲۴مې او د اپریل د ۱۸مو نیټو ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو شمیره اعلان کړه.
د اوکراین لوی درستزوالۍ ویلي دي چې د روسیې پر اوکراین د یرغل او اشغال د پيل راهیسې په اوکراین کې ۲۰۶۰۰ تنه پوځیان ، ۱۶۷ جنګي الوتکې، ۱۴۷ چورلکې، ۷۹۰ ټانکونه د لاسه ورکړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو ددې سربیره د روسیې د پوځ ۲۰۴۱ زغره وال ګاډي، ۳۸۱ توپونه، ۱۳۰ د راکټ لانچر سیسټمونه او ۶۷ د هوايي دفاعي سیستونه ي له منځه وړي دي.
همداشان پدې موده کې د روسي ځواکونو ۱۴۸۷ موټرې، ۸ جنګي لویې بېړۍ او سپکې ګړندۍ بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران او ۱۵۵ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
د اوکراین لخوا د خپرو شوو شمیرو له مخې روسیې په اوسط ډول په اوکراین کې هره ورځ ۳۸۱ تنه سرتیري د لاسه ورکړي دي.
د بله پلوه دوه اونۍ مخکې ځینو لویدیځو سرچینو په اوکراین کې د څه باندې ۷۰۰۰ تنو روس پوځیانو د وژل کیدو ادعاء کړې وه.
د ویلو ده چې اوکراین تر اوسه پورې په روانه جګړه کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره نده اعلان کړې.
په همدې ډول روسیې د مارچ په ۲۵ مه نیټه په اوکراین کې د ۱۳۵۱ تنو روسي پوځیانو د وژل کیدو نه خبر ورکړی وو. ددینه وروسته د خپلو ځاني تلفاتو شمیره نده اعلان کړې.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.