د اوکراین ولسمشر په نوي‌ ویدیويي پیغام کې په نړۍوالې ټولنې نیوکې کړي‌ دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وویل چې  په تېرو اتو کلونو کې د روسیې د بریدونو له امله ۱۴ زره اوکراینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

1812742
د اوکراین ولسمشر په نوي‌ ویدیويي پیغام کې په نړۍوالې ټولنې نیوکې کړي‌ دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وویل چې  په تېرو اتو کلونو کې د روسیې د بریدونو له امله ۱۴ زره اوکراینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

زیلنسکي په خپور کړي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د اوکراین پر ضد د روسیې جګړه د فبرورۍ په ۲۴ مه نیټه پيل شوې نده بلکې   روسیې پوځ له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر اوکراین بریدونه کوي.

زیلنسکي ددې خبرې په ټینګار سره  ویلي‌  دي‌ چې روسیې کریمیا ونیوله او په یوې سترې  پوځي هډې  یې بدله کړه او توره بحیره  او ازوف سمندر  یې د نړۍ تر ټولو  په خطرناکه  سمندرونو بدل  کړل.

 

"هغوی زموږ په دونباس کې یوه وحشتناکه او نه ختمیدونکې جګړه پیل کړه. دوی اته کاله زموږ خلک ووژل. په دې موده کې ۱۴۰۰۰ کسان وژل شوي‌ دي.

د روسیې اصلي‌ هدف دونباس دی چې غواړي‌ له منځه يي یوسي.

که حقیقت ووایم  د نړۍوالو قدرتونو ترمنځه هیچا دا ګمان نه کولو چې مونږ به د روسیې پر خلاف دومره مقامت وکړو. ټولو همدردي‌ وکړه او ډیرو ماته د اوکراین نه د وتو وړاندیز وکړ او وغوښتل چې مونږ د ظلم په مقابل کې تسلیم شو. خو هغوې پدې نه پوهیدل چې د اوکراین خلک څومره  میړانه  او څومره خپلې ازادۍ ته اهمیت قائل دي."

همداشان هغه په توره بحیره کې د روسیې سترې جنګي‌ بیړۍ ډوبیدو ته په اشارې سره ویلي‌ دي‌ چې غواړم ووایم  چې د روسیې کښتۍ کولی شي چې یواځې د سمندر تل ته لارې شي

د اوکراین ولسمشر په نړۍوالې ټولنې د سختې نیوکې سره وویل چې " د نړۍوالې ټولنې لخوا د اوکراین پر خلاف د روسیې کړنې او وحشت د نادیده نیولو له امله روسیې  د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین یرغل او اشغال پيل کړ. که چیرې نړۍوالې ټولنې په خپل وخت لازم غبرګون ښودلی وای نن ورځ به مونږ ددې پيښو شاهدي‌ نه کولې.



اړوند خبرونه