اوکراین د روسیې د پوځ تلفات اعلان کړل

د اوکراین لوی درستیزوالۍ  د فبرورۍ د ۲۴مې او د اپریل د ۱۴مو نیټو  ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو  شمیره اعلان کړه.

1812265
اوکراین د روسیې د پوځ تلفات اعلان کړل

د اوکراین لوی درستیزوالۍ  د فبرورۍ د ۲۴مې او د اپریل د ۱۴مو نیټو  ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو  شمیره اعلان کړه.

د اوکراین لوی درستزوالۍ ویلي‌ دي‌ چې د روسیې پر اوکراین د یرغل او اشغال د پيل راهیسې په اوکراین کې  ۱۹۹۰۰ تنه  پوځیان  ، ۱۶۰ جنګي الوتکې، ۱۴۴ چورلکې، ۷۵۳ ټانکونه د لاسه ورکړي‌‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې  اوکرایني‌ ځواکونو ددې سربیره  د روسیې د پوځ  ۱۹۶۸ زغره وال ګاډي، ۳۶۶ توپونه، ۱۲۲ د راکټ لانچر سیسټمونه او ۶۴ د هوايي دفاعي سیستونه ي  له منځه وړي‌ دي.

همداشان پدې موده کې  د روسي ځواکونو ۱۴۳۷ موټرې، ۷ جنګي لویې بېړۍ او سپکې ګړندۍ بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران  او ۱۳۴ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي‌ دي.

د ویلو ده چې روسیې په وروستي‌ ځل د مارچ په ۲۵ مه نیټه په اوکراین کې د خپل پوځ ځاني‌ تلفاتو شمیره اعلان کړې وه.

د روسیې د دفاع وزارت د مارچ په ۲۵ مه نیټه ویلي‌ وو چې په اوکراین د یرغل د پيل نه د مارچ تر ۲۵ مې نیټې پورې ۱۳۲۵ تنه روس پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د روسیې د دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې د اوکراین د ماریوپول په ښار کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶۰ تنه اوکرایني‌ پوځیان اسیر نیولي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د نیول شوو جنګي‌ اسیرانو نه ۱۷۶ تنه يي افسران او ۴۷ ښځینه سرتیرې دي.

د ویلو ده چې د روسیې د دفاع وزارت پرون اعلان کړی وو چې په ماریوپول ښار کې ۱۰۲۶ تنه اوکرایني‌ پوځیان په داوطلبانه توګه دوی ته تسلیم شوي‌ دي.



اړوند خبرونه