د نایجریا په پلوټو ایالت کې د وسله والو په برید کې ۱۵۴ کسان وژل شوي وو.

په نایجریا کې وسله والو یو ځل بیا قتل عام وکړ

1812238
د نایجریا په پلوټو ایالت کې د وسله والو په برید کې ۱۵۴ کسان وژل شوي وو.

د نایجریا په پلوټو ایالت کې د وسله والو په برید کې ۱۵۴ کسان وژل شوي وو.

 

د ګارګا د ولایتي‌ مجلس غړي یاو ابوبکر رسنیو ته  وویل چې د پلوټو ولایت په کانیم سیمه خونړی برید شوی دی.هغه ویلي‌ دي‌ چې دا برید د موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا شوی دی. وسله والو پدې کلي‌ کې پر خلکو بریدونه کړي‌ دي.

هغه  وویل چې تر برید وروسته تر اوسه د ۱۵۴ کسانو جسدونه موندل شوي دي، او  شاوخوا ۴۸۰۰ کسانو له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.

ابوبکر ویلي چې په برید کې ګڼ کورونه هم سوځول شوي دي.

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد بخاري دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې  ددې برید عاملین  باید ونه  ژغورل شي‌ او ونه بخل شي.

 

د اطلاعاتو او کلتور وزیر لای محمد ددې برید پړه په وسله والو ډلو او بوکوحرام ترهګرې ډلې اچولې ده.

 

د نایجیریا د بشردوستانه چارو، د ناورین مدیریت او ټولنیزې پراختیا وزیرې حاجیه سعدیه عمر فاروق ویلي چې د برید له امله بې ځایه شویو ته د خوراکي توکو، اوبو او کمپلو په څیر مرستې رسول شوي دي.



اړوند خبرونه