په اوکراین کې د روسي ځواکونو د تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان شوه
د اوکراین د خارکیف ښار ښاروال ایګور تیریهوف اعلان وکړ چې روسیې د بمباریو شدت زیات کړی او په دې بریدونو کې یو ماشوم هم وژل شوی دی.
د اوکراین د خارکیف ښار ښاروال ایګور تیریهوف اعلان وکړ چې روسیې د بمباریو شدت زیات کړی او په دې بریدونو کې یو ماشوم هم وژل شوی دی.
ایګور تیریهوف د ویډیو پیغام له لارې په خپله وینا کې وویل چې د جګړې ۴۷مه ورځ د خارکیف لپاره یوه ستونزمنه ورځ وه.
هغه وویل چې په ښار میشت ځایونه او زیربناو سربیره د ګورکي پارک باندې هم بمبار شوی دی.
"له بده مرغه دلته ډیر کسان ټپیان شوي او تر ټولو بده دا چې زمونږ یو ماشوم ژوند د لاسه ورکړی دی."
د اوکراین لوی درستیز خبر ورکړی، چې روسیې د دونیڅک او لوهانسک سیمو د بشپړ نیولو لپاره خپل پلان نه دی پرېښی.
لوی درستیزوالۍ د فیسبوک له لارې په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې د اوکراین پوځ او خلکو د روسیې د یرغل په ۴۷مه ورځ هم د روسیې د پوځي اشغال په وړاندې په ډیرې اتلولۍ سره مقامت ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې روسي پوځیانو د ماریوپول په ځینو سیمو کې تعرضي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
"دښمن د دونیتسک او لوهانسک سیمو د بشپړ نیولو لپاره خپل پلان ندی پریښی.
"روسي پوځیان د خرسون ښار او د هغې سیمې په اوسیدونکو باندې د رواني اغیزې د رامنځته کولو لپاره فعالیتونه ترسره کوي. دوی معلوماتي اعلامیې په خپرولو سره په سیمه کې تش په نامه د خپلو پوځي عملیاتو د هدفونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
په بیان کې ویل شوي چې روس ځواکونو په ځانګړې توګه په لوهانسک سیمه کې د خپلو ډیرو زیاتو ځاني تلفاتو له امله د رامنځته شوو عسکري تشو د ډکولو لپاره د ۶۵ کلونو د عمر نه د ښکته نارینوو د جذب لپاره سفربري اعلان کړې ده .
"روسي پوځیان په زور سره خلک عسکرۍ ته د نیولو په خاطر په عامه ودانیو او فابریکو چاپې اچوني ترڅو د دې عمر خلک وپیژني او په زوره یې عسکرۍ ته نوم لیکنه وکړي."
د اوکراین لوی درستیزوالۍ د فبرورۍ له ۲۴مې او د اپریل د ۱۲مې ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه معلومات هم خپاره کړي دي.
د اوکراین لوی درستزوالۍ ویلي دي چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل او اشغال د پيل راهیسې اوکرایني ځواکونو ۱۹۶۰۰ تنه روس عسکر وژلي ، ۱۵۷ روسي الوتکې، ۱۴۰ چورلکې، ۷۳۲ ټانکونه، ۱۹۴۶ زغره وال ګاډي، ۳۴۹ توپونه، ۱۱۱ د راکټ لانچر سیسټمونه او ۶۳ د هوايي دفاعي سیستونه يي له منځه وړي دي.
ددې سربیره د روسي ځواکونو ۱۴۰۶ موټرې، ۷ جنګي لویې بېړۍ او سپکې ګړندۍ بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران او ۱۲۴ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
په همدې حال کې د اوکراین د لومړۍ وزیرې مرستیالې ایرینا ویریشچوک اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳۵۴ نور کسان د بشري مرستو د دهلیزونو له لارې خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي.
پرون پرانستل شو د بشري مرستو دهلیزونو له لارې د ایستلو په اړه د هغه د ټیلیګرام حساب له لارې معلومات ورکړي دي . هغې وویل چې خوندي سیمو ته د انتقال شو کسانو نه ۳۸۵۴ تنه د ماریوپول او بردیانسک ښارونو څخه زاپوروجیا ته وړل شوي.
هغې دا هم وویل چې د بل لوري له خوا د اوربند د پرله پسې سرغړونو سره سره، دوی پرون توانیدلي چې د لوهانسک سیمې له ډیرو ښارونو څخه تر ۵۰۰ ډیر خلک وباسي.