زیلنسکي‌ : روسیه یو ډارن هیواد دی ، د خپلو خطاګانو سره د مخامخیدو توان نلري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، روسیه له څو لسیزو راهیسې د دې هېواد پر وړاندې د ناسمې پالیسې نه د کار اخیستو د حقیقت د منلو نه ډاریږي.

1810315
زیلنسکي‌ : روسیه یو ډارن هیواد دی ، د خپلو خطاګانو سره د مخامخیدو توان نلري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، روسیه له څو لسیزو راهیسې د دې هېواد پر وړاندې د ناسمې پالیسې نه د کار اخیستو د حقیقت د منلو نه ډاریږي.

 

زیلینسکي د ټولنیزې مډیا له لارې خپور کړي‌ ویدیويي پیغام کې ، د روسیې له خوا په اوکراین کې د پیل شوي یرغل او جګړې په اړه څرګندونې وکړې.

 

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار وویل چې چې روسیه هڅه کوي د خپل تیري پړه  پر اوکراین  واچوي، زیلینسکي  ددې خبرې په یادونې  سره وویل چې کریمیا په غیرقانوني توګه د روسیې لخوا اشغال او په د خپلې خاورې سره یو ځای کړی شوه.

ولادیمیر زیلینسکي ټینګار وکړ چې روسیه د اوکراین په دونباس سیمه کې عادي ژوند ګډوډوي.

 

"دوی له تیرو اتو کلونو راهیسې زموږ په خاوره کې  بې خلک او ماشومان وژني او  بیا  موږ  تورنوي . هغوې  د ختیځې اروپا تر ټولو ځواکمنه صنعتي سیمه  ویجاړه کړه، د میلیونونو خلکو ژوند یې تباه کړ، زموږ پر ضد یې پراخه جګړه پیل کړه او او  موږ مجرم بولي‌‌ او ټوله پړه پر مونږ اچوي.

 

زیلینسکي وویل چې روسیه د اوکراین په اړه  ناسمه  پالیسي تعقیبوي.

 

دوی نن  ددې حقیقت  د منلو نه چې د لسګونو کلونو راهیسې د اوکراین پر خلاف ناسمه پالیسۍ نه کار اخیستی او هر څه يي بربادي‌ کړي‌ ډاریږي.

 

دا ټول د روسیې  بزدلۍ نه سرچینه اخلي.

 

"کله چې بزدلي وده وکړي په یو ناورین بدلیږي، کله چې خلک د خپلو تېروتنو د منلو، بښنې او د حقایقو د منلو جرئت ونه لري دوې په وحشي‌ او جانیانو بدلیږي. او کله چې نړۍ  بیا پدې ټولو سترګې پټې کړي‌ ، مجرمین پریکړه کوي چې نړۍ باید ددوې سره خان جوړ کړي‌ او ددوې سره باید سمون وکړي.

 

هغه وویل چې  اوکراین به د روسیې مخه ونیسي، هیواد يي د دې لپاره اړین ځواک لري.



اړوند خبرونه