زیلنسکي : روسیه په ماریوپول کې د پراخه پاروونکو عملیاتو پلان لري

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وویل چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې روسیه به په ماریوپول کې چې تر کلکې محاصرې لاندې ده، پراخ پاروونکې عملیات ترسره کړي.

1809198
زیلنسکي : روسیه په ماریوپول کې د پراخه پاروونکو عملیاتو پلان لري

 د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وویل چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې روسیه به په ماریوپول کې چې تر کلکې محاصرې لاندې ده، پراخ پاروونکې عملیات ترسره کړي.

کې زیلنسکي ولس ته په خپله وینا وویل چې پر اوکراین د روسیې برید له ۴۳ ورځو راهیسې روان دی او د اوکراین خلکو هم په میړانه مقاومت کړی دی.

 

هغه د اوکراین د خلکو د زړورتیا ستاینه وکړه. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل

"که چیرې  په نړۍ کې هر څوک د اوکراین د خلکو په څیر لس سلنه زړورتیا وښايي، نو نړیوالو قوانینو او د خلکو ازادۍ ته به هیڅډول خطر مخامخ نشي.".

 

هغه وویل چې د روسیې پر ضد بندیزونه د جګړې د خاتمې  لپاره کافي نه دي، " نورو او لا قوي بندیزونو ته اړتیا ده."

 

زیلنسکي وویل  چې دوی د جګړې د ګټلو لپاره وسلو ته اړتیا لري، «که موږ ته وسلې راکړل شي، دا به د روسیې پر وړاندې تر ټولو سخت بندیزونه وي.»

زیلنسکي‌ ددې خبرې نه په یادونې سره وویل چې  د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په اوکراین کې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډاوه.

 

"روسیه له ډېرې مودې راهیسې د بشري حقونو له اصطلاح سره هېڅ تړاو نه لري، ښايي یوه ورځ به دا بدلون راشي، خو تر اوسه د روسیې دولت او د روسیې پوځ په نړۍ کې د ازادۍ، بشري امنیت او بشري حقونو مفکورې ته تر ټولو ستر ګواښ دی. دا په بوچا کې په ښکاره توګه ولیدل شو.

زیلینسکي وویل چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې روسیه به په ماریوپول کې پراخه پاروونکې حمله وکړي.

"دوی به په ماریوپول کې قربانیانو ته داسې څه ښکاره کړي‌ چې ګینې دوې روسي‌ ځواکونو نه بلکې اوکرایني‌ ځواکونو وژلي‌ دي. دوی د کوڅو څخه جسدونه راټولوي او او په پام کې لري‌ چې خپل  د تبلیغاتي سناریو له مخې یې په بل ځای کې وکاروي. مونږ د بشري‌ ارزښتونو او انسانیت نه لرې یرغلګرو سره مبارزه کوو. د داسې دښمن سره چې خپلو ګټو او تبلیغاتي‌ موخو او موادو لپاره د بې ګناه ملکي‌ وګړو جسدونو هم استفاده کوي."

 

زیلنسکي له بهرنیو ډیپلوماټانو وغوښتل چې کیف ته ورشي او ټینګار یې وکړ چې په کیف کې د بهرنیو دیپلوماتیکو ماموریتونو دوام یو څرګند پیغام دی چې ښایي کییف د اوکراین پلازمېنه ده، نه د روسیې ولایت.



اړوند خبرونه