د امریکا په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره یوه تور پوستې میرمن د سترې محکمې د قاضۍ په توګه وټاکل شوه.

کیتانجي براون جیکسن د متحده ایالتونو په تاریخ کې لومړنۍ  تور پوسته ښځه  ده چې د عالي‌ محکمې د قاضۍ  په توګه انتخاب  شوه

1809360
د امریکا په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره یوه تور پوستې میرمن د سترې محکمې د قاضۍ په توګه وټاکل شوه.

د امریکا په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره یوه تور پوستې میرمن د سترې محکمې د قاضۍ په توګه وټاکل شوه.

 کیتانجي براون جیکسن د متحده ایالتونو په تاریخ کې لومړنۍ  تور پوسته ښځه  ده چې

د عالي‌ محکمې د قاضۍ  په توګه انتخاب  شوه.

د امریکا د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې جیکسن ته په رایه ورکولو کې ۴۷ سناتورانو «نه» رایه ورکړه او  ۵۳ سناتورانو «هو» رایه ورکړه.

جکسن چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا د سترې محکمې د قاضۍ په توګه نومانده شوه  د محکمې په ۲۳۳ کلن تاریخ کې لومړنۍ تورپوستې ښځه وه چې  دغه پوست لپاره نومانده شوې وه. هغې د سنا په مجلس کې د ۵۳ رایو په ترلاسه کولو سره ستره بریا ترلاسه کړه.

 

د ۵۰ دیموکرات سناتورانو د رایو سربیره، جکسن د جمهوري غوښتونکو سناتورانو سوزان کولینز، لیزا مورکووسکي او میټ رامني رایې ترلاسه کړې.

 

د قاضي سټیفن برییر د تقاعد د اعلان نه وروسته  د امریکا ولسمشر جو  بایډن جیکسن ددې پوست لپاره نومانده کړه . هغه به په لنډ وخت کې د سترې محکمې د قاضۍ په توګه لوړه وکړي. جکسن ټاکل د بایدن لپاره هم ډیره مهمه بریا بلل کیږي.

 



اړوند خبرونه