اروپا پر روسیې د بندیزونو حلقه د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې تنګوي.
د جرمني ، فرانسې او ایټالیا نه وروسته یونان او ناروې هم د ګنشمیر روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه
اروپا پر روسیې د بندیزونو حلقه د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې تنګوي.
د جرمني، فرانسې او ایټالیا نه وروسته داځل یونان د ۱۲ تنو روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
یونان پدې هیواد کې د روسیې د ډیپلوماتیکو نماینده ګیو ۱۲ تنه ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړل او د هغوې نه هر څه ژر د یونان د خاورې نه د وتو غوښتنه وکړه.
د یونان د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ۱۲ تنه روس ډیپلوماټان يي نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړي دي.
یونان ویلي دي چې دا پریکړه يي د د ډیپلوماتیکو اړیکو او حقونو په اړه د ویانا د کنفرانسیون د حکمونو سره سمه کړې ده .
د نامطلوبه اشخاصو توګه د اعلان شوو ډیپلوماټانو په اړه په اتن کې د روسیې سفارت ته خبر وکړ شوی دی.
همداشان ناروې هیواد هم پدې هیواد کې ۳ تنه روس ډيپلوماټانو د نامطلوبو اشخاصو په توګه د اعلانولو سره شړولو پریکړه وکړه.