اوکراین پدې هیواد کې د روسي ځواکونو ځاني او مالي تلفات اعلان کړل
اوکراین : د روسېې د سمندري ځواکونو اړوند مهمه جنګي کښتۍ مو ویجاړه کړې ده
د اوکراین د ولسمشر سلاکار الکسي ایریستویچ اعلان وکړ چې دوی د روسیې د «امیرالبحر ایسن» کښتۍ ته زیان رسولی دی.
هغه ورځني خبري غونډې ته وویل چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د زړورتیا او تجربې په برکت ، د روسیې د "امیرالبحر ایسن" بېړۍ ویجاړه شوې.
په توره بحیره کې د روسیې د سمندري ځواکونو اړوند د امیرالبحر ایسن جنګي کښتۍ په سوریه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د کالیبر توغندیو د توغولو له امله پام ځانته رااړولی وو.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ د فبرورۍ له ۲۴مې او د اپریل تر ۵مې د روسیې د پوځ د تلفاتو په اړه هم معلومات خپاره کړل.
په بیان کې راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې د روسیې د پوځ ۱۸۵۰۰ تنه عسکر وژلي، ۱۵۰ جنګي الوتکې، ۱۳۴ جنګي چورلکې، ۶۷۶ ټانکونه، ۱۸۵۸ زغره وال موټر، ۳۳۲ توپونه، ۱۰۷ د راکټ لانچر سیسټمونه او د روسیې ۵۵ هوايي دفاعي سیستمونه له منځه وړي دي.
ددې سربیره د روسي ځواکونو اړوند ۱۳۲۲ نقلیه وسایط، ۷ لویې او سپکې ګړندۍ بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران او ۹۴ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ لخوا په یوه بل بیان کې ویل شوي دي چې ، د روسیې د ځواکونو لویه برخه چې بیرته خپلو پوځي قشلو ته ستانه شوي وو د پوځ نه استعفا کولو هڅه کړې ده. نوموړو داستعفا لامل د کافي روغتیايي خدماتو نشتوالی په ګوته کړی دی.
د یادولو ده چې روسیې په اوکراین کې د خپلې جګړې پر مهال یوازې دوه ځلې د خپلو تلفاتو په اړه څرګندونې کړې دي.
"داسې ښکاري چې د روسیې او بیلاروس پوځي طبي بنسټونه د اوکراین له خاورې د دومره پام وړ ټپیانو د منلو وسیله نه لري."
د ویلو ده چې د روسیې د کرسک سیمې د ګلوشکوو په کلي کې د مرکزي سیمه ایز روغتون ته د اوکراین په سومي ښار کې د مارچ د ۲۹ څخه د اپرېل د ۲مې نیټې ترمنځ ۱۰۰ تنه ټپیان انتقالیدو له امله ، بیړني حالت اعلان شوی وو.
د یادولو وړده چې د اوکراین د خرسون په ښار کې چې د تورې بحیرې پرڅنډه کې پروت دی او په موقتي توګه اشغال شوی دی، نښتې دوام لري او د ملکي وګړو د موټرو د ضبطولو پیښې زیاتې شوي دي.
د اوکراین د لومړۍ وزیرې مرستیالې ایرینا ویرشچوک ویلي، چې ۳۳۷۶ ملکي وګړي خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
هغې ورځني خبري غونډې ته وویل چې د ماریوپول او برډیانسک ښارونو څخه ۲۴۰۵ تنه ملکي وګړي د خپلو شخصي موټرو په واسطه زاپورژیا ته رسیدلي.
هغې ویلي دي چې دوی توانیدلي د لوګانسک سیمې څخه ۹۷۱ تنه ملکي وګړي وباسي ، چیرې چې روسي اشغالګرو په سیستماتیک ډول د ویستلو هڅو مخه نیولې وه ، ویرشچوک یادونه وکړه چې د ملکي وګړو یو بس چې د سور صلیب نړۍوالې کمیټې هیئت ورسره ملتیا کوله د مانګوش په ښار کې درول شوی او د تګ اجازه نه ورکول کیږي.