روسیه : امریکا د پاکستان لومړي‌ وزیر ته روسیې ته د سفر د نه لغوه کولو سزا ورکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د روسیې د سفر د نه لغوه کولو سزا ورکړه.

1807472
روسیه : امریکا د پاکستان لومړي‌ وزیر ته روسیې ته د سفر د نه لغوه کولو سزا ورکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د روسیې د سفر د نه لغوه کولو سزا ورکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امریکا او لویدیځو متحدینو یې پر لومړي وزیر عمران خان فشار راوړی  وو چې په فبرورۍ میاشت کې روسیې ته خپل سفر لغوه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې روسیې ته د لومړي وزیر عمران خان د سفر په ترڅ کې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لیو په واشنګټن کې د پاکستان سفیر سره اړیکه ټینګه کړې وه  او د دغه سفر د سمدستي لغوه کولو غوښتنه یې کړې وه چې  د هغوې دا غوښتنه رد شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده   چې روسیې ته د لومړي وزیر عمران خان له سفر وروسته له وضعیت څخه څرګنده شوه چې امریکا پرېکړه کړې وه چې عمران خان ته د نافرمانۍ په خاطر سزا ورکړي او د لومړي وزیر پر ضد یې په پارلمان کې د عدم اعتماد خبره  راولاړه کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا د امریکا له خوا د خپلو شخصي موخو لپاره د یوه خپلواک هېواد په چارو کې د لاسوهنې یوه له شرمه ډکه هڅه ده.



اړوند خبرونه