د اوکراین ولسمشر : په ترکیه کې مخامخ مذاکرات هم یو فرصت او هم اړتیا ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌ د روسیې او اوکراین ترمنځه په استانبول کې د ترسره کیدونکو مذاکراتو په اړه وویل " په ترکیه کې مخامخ مذاکرات  هم  فرصت او هم  اړتیا  ده ."

1802986
د اوکراین ولسمشر : په ترکیه کې مخامخ مذاکرات هم یو فرصت او هم اړتیا ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌ د روسیې او اوکراین ترمنځه په استانبول کې د ترسره کیدونکو مذاکراتو په اړه وویل " په ترکیه کې مخامخ مذاکرات  هم  فرصت او هم  اړتیا  ده ."

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي‌ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ ویدیويي پیغام کې  د اوکراین او روسیې ترمنځه په ترکیه کې ترسره کیدونکو مخامخو مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې مذاکراتو کې لومړیتوبونه معلوم دي.

مونږ په مخ کې د مذاکراتو یو بل پړاو لرو. ځکه چې مونږ د سولې په لټه کې یو. په ترکیه کې مخامخ مذاکرات هم یو فرصت دی او هم اړتیا ده. دا یوه ښه خبره ده. پایلې به يي ټول په ګډه ووینو.

هغه زیاته کړه چې زمونږ هدف په اوکراین کې هر څه نورمال حالت ته راګرځیدل دي. د اوکراین خپلواکي، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د هر ډول بحث پر مخ تړلې مسئله ده. همداشان د اوکرین لپاره قوي‌ امنیتي‌ ضمانت  په یو مجبوریت بدل شوی دی.

د بله پلوه زیلنسکي‌ د اتریش په پلازمینه ویانا کې د اوکراین لپاره مرستو راټولو په موخه جوړ شوي‌ کنسرت ته د هم یو ویدیويي پیغام استولی دی. هغه پدې پيغام کې د نړۍوالې ټولنې نه د لا زیاتو وسلو مرستې غوښتنه کړې ده . همداشان هغه ویلي‌ دي چې د روسیې د یرغل او اشغال د مخنیوي‌ په خاطر باید پدې هیواد لا زیات سخت  اقتصادي‌ بندیزونه ولګول شي. همداشان  هغه اوکرایني‌ کډوالو د بشري‌ وضعیت د ښه کولو  او د جګړو په سیمو کې د بندو پاتو کسانو د تخلیې په خاطر د لا زیاتو بشري‌ دهلیزونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه