اوکراین ولسمشر : د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل راهیسې ۲۰۰۰ اوکرایني ماشومان تښتول شوي دي
د اوکراین ولسمشر د اروپا د شورا عمومي غونډې ته وینا وکړه
![اوکراین ولسمشر : د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل راهیسې ۲۰۰۰ اوکرایني ماشومان تښتول شوي دي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/47e9/217c/4bf3/623c557a6c62d.jpg?time=1718903417)
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې څه باندې ۲۰۰۰ تنه اوکرایني ماشومان تښتول شوي دي.
زیلنسکي دا څرګندونې د اروپا شورا عمومي غونډې ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.
هغه وویل چې اوکراین هیڅکله هم د چا سره د جګړې په اړه فکر ندی کړی. یوه میاشت کې چې په خپله خاوره کې راباندې د توپونو بریدونه او بمبارۍ کیږي.
هغه وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيلیدو راهیسې تر ۲۰۰۰ تنو ډیر اوکرایني ماشومان تښتول شوي دي. مونږ نه پوهیږو چې زمونږ دا ماشومان چیرته دي.
هغه وویل چې له بده مرغه چې نن ورځ بشري مرستو کتارونه هم په امن کې ندي. پر هغوې هم بریدونه کیږي او د ګواښ لاندې قرار لري.
یرغلګر ځواکونه د بشري دهلیزونو له لارې په تخلیه کیدونکو ښځو ، ماشومانو او د کلیساګانو په کارکوونکو هم ډزې کوي او بریدونه پرې کوي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718903417)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.