امریکا ولسمشر روسیې ته د کیمیايي وسلو په برخه کې خبرداری ورکړ

بایدن پر روسیې نوې بندیزونه اعلان کړل

1801620
امریکا ولسمشر روسیې ته د کیمیايي وسلو په برخه کې خبرداری ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایدن روسیې ولسمشر ته په اوکراین کې د کیمیایي وسلو نه احتمالي‌ استفادې په اړه خبرداری ورکړ. بایدن وویل که چیرې روسیه په اوکراین کې کیمیايي وسلې نه استفاده وکړي‌ لویدیځه نړۍ به پرې مداخله وکړي.

همداشان هغه د اوکراین سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري‌ مرستو نه خبر ورکړ. بایدن ددې ترڅنګ وویل چې هیواد يي اوکرایني‌ کډوالو منلو ته چمتو دی.

د امریکا ولسمشر تیره ورځ‌ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو سازمان د مشرانو د فوق العاده غونډې او وروسته بیا د جي‌ ۷ سازمان د غونډې نه وروسته خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه دلته د اوکراین سره مرستې او پر روسیې نوي‌ بندیزونه اعلان کړ. امریکا د روسیې د پارلمان په ټولو غړیو بندیز ولګو.

بایدن وویل چې د امریکا او متحدینو  لخوا  د اوکراین سره پوځي، اقتصادي‌ او بشري‌ مرستې او پر روسیې د بندیزونو لا سختولو لړۍ دوام لري.

هغه وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین د وحشي‌ یرغل او قتل عام د پيل راهیسې نن ورځ د ناټو سازمان او اروپايي متحدینونو ترمنځه د دیرو مهمو مسئلو په اړه تفاهم وشو.

لومړی د اوکراین سره پوځي‌ او بشري‌ مرستې ، دویم د پوتین اقتصاد فلجول او هغه ته د سختې جزا ورکولو په خاطر پر روسیې تر ننه پورې تر ټولو د سختو بندیزونو چې ساری لیدل شوی‌ نوي‌ لګول دی. دریم د ناټو د ختیځو پولو لا پیاوړي‌ کول دي.

هغه وویل چې نن مونږ د هر وخت نه ډیر دې کار ته ژمن یو.

بایدن وویل چې د اوکراین سره به د څه باندې یو میلیاردو ډالرو بشري‌ مرستې وکړي. هغه وویل چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د اوکراین سره د ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي‌ مرستو ژمنه کړې .

هغه زیاته کړه چې ددې سربیره د امریکايي ګډوالو منلو ته هم چمتو دي. بایدن وویل پدې پوهیږي‌ چې یو زیات شمیر اوکرایني‌ وګړي‌ غواړي‌ چې خپل هیواد او کور او کلي‌ ته نږدې په اروپايي هیوادونه کې پاتې شي‌ خو بیا هم مونږ د ۱۰۰ زرو تنو اوکرایني‌ کډوالو د منلو نه خبر ورکوو. امریکا سل زره امریکايي کډوالو نه تود هر کلي‌ ته چمتو دی. ددې ترڅنګ د اوکراین په ګاونډیو هیوادونو کې د دیموکراتیک مقاومت نه د ملاتړ او بشري‌ حقونو نه د دفاع په خاطر ۳۲۰ میلیونه ډالره پانګه اچونه کوو.

هغه زیاته کړه چې ناټو سازمان د نن په څیر هیڅ کله هم داسې یو موټی شوی نه وو.

هغه زیاته کړه چې د خوراکي‌ توکو او انرژۍ د امنیت د مسئلې په اړه امریکا او جي ۷ او اروپايي ټولنې ترمنځه قوي‌ همغږي‌ شتون لري

همداشان بایدن پر روسیې نوي‌ تحریمونه هم اعلان کړل.بایدن وویل چې پر روسیې د بندیزونو په نوې کڅوړه کې په  څه باندې ۴۰۰  تنو روسي‌ وګړو او اداراتو باندې د بندیز لګولو پریکړه وکړه.

همداشان امریکا د ناټو د خاورې نه د دفاع په خاطر په اروپا کې ۱۰۰ زره تنه سرتیري‌ لري او د ناټو سازمان د ختیځو پولو د پیاوړي‌ کولو په خاطر به په بلغاریا، رومانیا، هنګري او سلواکیا کې نوي‌ ځواکونه ځای په ځای کړی. هغه وویل چې ناټو سازمان د نن په څیر هیڅکله هم یو موټی شوی نه وو.

بایدن وویل چې پوتین ددې خبرې خیال او تصور هم نه کولو. هغه زیاته کړه چې د پوتین ورسره په لومړنۍ لیدنه کې په ښکاره توګه ویلي‌ وو چې ناټو سازمان به هر څه ژر وپاشل شي‌ او یو موټی به پاتې نشي. پوتین د ناټو سازمان د ټوټه ټوټه کیدو په مسئلې پوره باور درلود. د تیر کال د دسمبر او سږ کال د جنوري‌ په میاشتو کې په ټیلیفوني‌ خبرو کې هم ویلي‌ وو چې فکر نه کوي‌ چې د ناټو سازمان پدې شان پاتې شي‌. خو برعکس ناټو هیڅکله هم پدې پیمانه یو موټی او یو غږ نوه.

 پوتین پر اوکراین د برید سره غوښتل چې ټاکلي‌ هدفونه ترلاسه کړي‌ خو هغسې ونه شو او ټول پلانونه يي سرچپه شو.

همداشان بایدن چین ته هم خبرداری ورکړ.

بایدن وویل که چیرې چین د اوکراین د جګړې پر مهال د روسیې سره مرستې وکړي‌ پر هیواد به هم بندیزونه ولګول شي. هغه وویل چی تیره اونۍ د چین د ولسمشر سره په ټیلیفوني‌ خبرو کې دا خبره هغه ته په ښکاره توګه وکړه چې د روسیې سره اقتصادي‌ مرستې به بې ځوابه پاتې نشي. ددې په هیله چې هغه زمونږ پيغام اخیستی وي.

جو بایدن په نړۍوالو بازارونو کې د خوراکي‌ توکو د کمښت مسئلې نه هم یادونه وکړه.

هغه وویل چې اوکراین او روسیه د غنمو په برخه کې د ټولې نړۍ ۳۰ سلنه غنم تولیدول. د خوراکي‌ توکو د امنیت په مسئلې مو هم خبرې وکړې. همداشان د  خوراکي‌ توکو د امنیت په برخه کې د  اروپايي دوستانو اندیښنو د لرې کولو په برخه کې مو هم لازم توصیې وکړې.



اړوند خبرونه