په هندوستان کې اورلګیدنې ۱۱ تنه ووژل
د هندوستان په سویل کې د حیدرآباد په ښار د اورلګیدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1800417
د هندوستان په سویل کې د حیدرآباد په ښار د اورلګیدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د حیدرآباد ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا اورلګیدنه په یو ډيپو کې رامنځته شوې ده چې له امله يي ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
اورلګیدنه د برښنا د شارټۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده . اورلګیدنه د شپې پر مهال پداسې حال کې رامنځته شوې ده چې په ډیپو کې ۱۵ تنه کارګران ویده ول.
د کارګرانو نه ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.