د کرملین ماڼۍ د اټومي‌ وسلې په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

کرملین: د روسیې موجودیت د خطر سره د مخامخیدو په صورت کې به اټومي‌ وسلو ته مراجعه وکړو

1800146
د کرملین ماڼۍ د اټومي‌ وسلې په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

 

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین ویاند پيسکوف وویل چې  د روسیې موجودیت ته د ګواښ د مخامخیدو په صورت کې کیدای شي‌ چې ولسمشر پوتین اټومي‌ وسلو ته مراجعه وکړي.

د کرملین ویاند د سي ان ان انټرنیشنل تلویزیون د کرستینا امانپور په خپرونه کې د ګډون سره د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې په اړه پوښتنې ځواب کړې.

ویاند ددې پوښتنې په ځواب چې ایا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په  څه ډول شرایطو و وضعیت کې  کیدای شي‌ چې اټومي‌ وسلې ته مراجعه وکړي؟ وویل ، هر هغه وخت چې د روسیې موجودیت د ګواښ سره مخامخ شي‌ . د روسیې موجودیت د هر ډول ستونزې د مخامخیدو په صورت کې به ولسمشر پوتین اټومي‌ وسلو ته مراجعه وکړي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  پوتین په اوکراین کې خپل هدف ته رسیدلی دی او که نه؟ وویل چې نه ، تر اوسه پورې ټاکلي‌ هدف ته رسیدلی ندی.

هغه په اوکراین د یرغل نه د ځانګړو پوځي‌ عملیاتو په توګه یادونه وکړه او زیاته کړه چې دا عملیات د پلان له مخې پر مخ روان دي .

هغه زیاته کړه چې ددې عملیاتو نه موخه د اوکراین خلع سلاح کول او پدې هیواد کې بې طرفۍ رامنځته کول ، ملیت پاله انسانان له صحنې ویستل، او د کریمیا، دونتسک او لوهانسک خپلواکي‌ په رسمیت پيژندل دي.

هغه وویل چې ولسمشر پوتین د اوکراین خلکو نه نه بلکې د ناټو هغه غړیو هیوادونو چې اوکراین د ناټو غړیتوب ته هڅوي‌ او پدې هیواد کې په روسي‌ ژبې بندیز لګولی دی په قهر دی. هغه ادعاء وکړه چې ځیني‌ اوکرایني‌ وګړي‌ هم ددوې سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه چې زمونږ په پوځ کې پر ملکي‌ وګړو برید کول منع دي.

په اوکراین کې ځیني‌ برخې د ملکي‌ وګړو نه د ډال په توګه استفاده کوي.



اړوند خبرونه