په چین کې د مساپر وړونکې الوتکې په سقوط کې هیڅوک ندي ژغورل شوي
په چین کې تیره ورځ د یوې مساپر وړونکې الوتکې د سقوط له امله د الوتکې سپرلۍ ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په چین کې تیره ورځ د یوې مساپر وړونکې الوتکې د سقوط له امله د الوتکې سپرلۍ ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د چین دولتي تلویزیون ویلي دي چې پرون د مارچ ۲۱ مه نیټه د چین یونان ایالت د مرکز کونمینګ نه د ګوانګ دونګ ایالت د مرګز ګوانګژو پر لورې روانه مساپر وړونکې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله په غرنیزه سیمه کې ولویده.
الوتکه د چین د دریو سترو هوايي شرکتونو نه د چینا ایسترن د هوايي شرکت اړوند وه . چین ددې پیښې نه په تیرو لسو کلونو کې په هیواد کې تر ټولو د خونړۍ فاجعې او ستر هوايي فلاکت په توګه یادونه کړې ده .
د ویلو ده چې پدې الوتکه کې ۱۳۲ تنو سپرلۍ او ۹ تنو هم د الوتکې پرسونل شتون درلود چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د الوتکې ټوټې او پارچې موندل شوي دي خو هیڅ یو تن مساپر یا د الوتکې پرسونل ندي موندل شوي.
د ویلو ده چې الوتکې د لویدو نه وروسته اور اخیستی وو چې کیدای شي د الوتکې سپرلۍ ټول سوځیدلي وي.