د اوکراین ولسمشر : د پوتین سره د کریمیا او دونباس د سیمو په اړه خبرو ته چمتو یم

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي‌  د کریمیا او دونباس د سیمو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو ته  چمتوالی وښود.

1799476
د اوکراین ولسمشر : د پوتین سره د کریمیا او دونباس د سیمو په اړه خبرو ته چمتو یم

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي‌  د کریمیا او دونباس د سیمو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو ته  چمتوالی وښود.

زیلنسکي‌ د لویدیځوالو رسنیو سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې د کریمیا او دونباس د سیمو په اړه خبرو ته چمتو دی.

هغه د روسیې د ولسمشر پوتین د مهمو شرطونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

پداسې حال کې چې د روسیې لخوا پر اوکراین  بریدونه دوام لري‌ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌‌ د لویدیځوالو رسنیو سره د هیواد د وروستیو پرمختګونو او وضعیت په اړه مرکه وکړه.

زیلنسکي‌ پدی مرکه کې تر ټولو پر مهمو مسئلو رڼا واچوله. هغه د روسیې لخوا د کریمیا او دونباس په سیمه کې د دونتسک او لوهانسک د سیمو د غوښتنې په اړه ارزونې وکړې.

هغه کریمیا او دونباس د سیمو اړوند  د پوتین د غوښتنې  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې

" د پوتین سره د لیدنې په صورت کې د کریمیا او دونباس د سیمو په اړه خبرو ته چمتو یم. کله چې زه ولسمشر وټاکل شوم ما دا خبره وکړه چې د هیواد یو موټی خاوره به چاته ورنکړم او د کریمیا او دونباس د سیمو د بیرته اخیستو په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړم. دا د وخت پورې تعلق لري. اوس زما لپاره مهمه مسئله ددې روانې جګړې ختمول او مخنیوی دی. البته چې هم د کریمیا او هم د دونباس مسئله د هر چا لپاره ډیره ستونزمنده مسئله ده. خو د حل مناسبه لار باید ولټو. ځکه چې امنیتي‌ غوښتنې کیدای شي‌ چې دا جګړه پایته ورسوي. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لومړنۍ لیدنه کې ددې مسئلو په اړه خبرو  ته چمتو یم، خو البته چې پدې اړه نهايي پریکړه په لومړنۍ غونډه کې کولی نشم.

کله چې زمونږ ته امنیتي‌ ضمانت راکړل شي‌ بیا کیدای شي‌ چې د هیواد په اساسي‌ قانون کې اصلاحاتو باندې خبرې پيل کړو. د داسې یوې مسئلې په اړه پریکړه یواځې ولسمشر کولی نشي. پدې اړه وروستۍ پریکړه به پارلمان او بیا خلک وکړي. دا مسئله به ټولپوښتنې ته وړاندې کړو. "

زیلنسکي‌ د روسیې سره د روانې جګړې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، مونږ د روسیې سره په جګړه کې نه یو بلکې هغوې پر اوکراین یرغل کړی او جګړه کوي.هغه وویل چې مونږ د روسیې د خلکو سره په جګړه کې ښکیل نه یو. روسیې زمونږ سره جګړه پيل کړې.

هغوې یرغل وکړ او نن ورځ دلته په جګړه کې ښکیل دي.

مونږ په ځانګړې توګه زمونږ په خاوره تجاوز کوونکو روسي‌ سرتیرو، افسرانو او ځواکونو سره جنګیږو. زمونږ عسکر د هغوې خاورې ته داخل شوي‌ ندي.

مونږ د روسیې د خلکو سره په جګړه کې نه یو. نن ورځ په روسیه کې ډیری خلک لارو او سړکانو کې د اوکراین په خاطر پر اوکراین د روانو بریدونو پر خلاف مظاهرې کوي. یو زیات شمیر کسانو د اوکراین نه د ملاتړ په خاطر خپلې دندې د لاسه ورکړي، تعقیب شوي‌ او د تعقیب لاندې دي.

هغه د لویدیځې نړۍ لخوا د روسیې پر خلاف د مبارزې په اړه وویل، لویدیځه نړۍ او اروپا د روسیې پر خلاف یواځې د اقتصادي‌ بندیزونو سره مبارزه کوي. هغوې هم د ډیپلوماسۍ له لارې مبارزه کوي. هغه وویل چې  اوکراین ته د اروپايي ټولنې غړیتوب ورکول البته چې د روسیې پر خلاف به تر ټولو ښه جګړه وي. ځکه چې روسیه اوکراین  د لویدیځې نړۍ د پارچې په توګه زغملی او لیدلی نشي. هغوې اوس هم اوکراین ته د شوروي‌ اتحاد د یوې پارچې په سترګه ګوري.

هغه د ناټو په سازمان کې د اوکراین د غړیتوب د مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، البته چې زمونږ غوښتنه د ناټو په سازمان کې غړیتوب دی خو دلته ځیني‌ مشکلات هم شتون لري. ناټو سازمان اوکراین ته د غړیتوب ورکولو په برخه کې ځیني‌‌ اندیښنې لري. پدې برخه کې د ناټو ځینی‌ هیوادونه تصمیم نیولی نشي.



اړوند خبرونه