اوکراین ولسمشر د سویس نه د روسیې د شتمنۍ د کنګلولو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌  د سویس نه روسیې د حکومت او حکومت ته د پلوي‌ شتمنو کسانو د شتمنیو د کنګلولو غوښتنه وکړه.

1798775
اوکراین ولسمشر د سویس نه د روسیې د شتمنۍ د کنګلولو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي‌  د سویس نه روسیې د حکومت او حکومت ته د پلوي‌ شتمنو کسانو د شتمنیو د کنګلولو غوښتنه وکړه.

زیلنسکي‌ داځل د سویس پارلمان ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.

هغه د سویس د پارلمان نه په اوکراین د یرغل په عاملینو د سختو بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.

هغه په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  پر اوکراین د یرغل کوونکو نه باید حساب وپوښتل شي. روسیې حکومت او حکومت پلوي‌ شتمنو ، سیاسيونو او روس وګړو شتمني‌ باید کنګل شي.

هغه وویل چې  د سویس په بانکونو کې په اوکراین د یرغل کوونکو پيسې ساتل کیږي. ددې پيسو کنګلول یواځې د اوکراین لپاره نه بلکې د بدۍ او تباهي‌ غوښتوونکو پر خلاف مبارزه. ددې ډول انسانانو مال او دارايي باید ټوله کنګل شي. ددوې بانکي‌ حسابونه باید کنګل شي. دا تر ټولو ښه مبارزه ده او مونږ پدې قادر یو.

هغه زیاته کړه هغه کسان چې پخپله په سویس کې مزې چړچې کوي‌ او د اوکراین د جګړې نه ملاتړ د هغوې د شتمنیو کنګلول بې عدالتي‌ نه بلکې د عدالت پر ځای کول دي.

پوره باور لرم چې ستاسې ترڅنګ د اوکراین موجودیت دا تاسې لا پیاوړي‌ کوي. د روسیې د دولت ددې ملاتړو لپاره هر څه پیسې دي.

ددوې نه باید دا امکان واخیستل شي. ځکه چې پدې پيسو دوې په اوکراین کې وینې تویوي.

د ویلو ده چې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي‌ د سویس پارلمان ته د وینا مخکې د اسرائیل پارلمان ته هم وینا کړې وه.

هغه دلته په خپله وینا کې د پوتین سره مذاکراتو ته چمتوالی وښود او وویل چې نن وي‌ او که سبا خامخا به دا لیدنه کیږي.

هغه وویل چې حتا په بیت المقدس کې هم لیدنې ته چمتو دی. که چیرې د خبرو اترو له لارې ددې جګړې د یو فیصد د دریدو چانس وي‌ باید ددې فرصت نه استفاده وکړو خو ددې مذاکراتو په اړه د روانو هلو ځلو ناکامي‌ کیدای شي‌ چې دریمې نړۍوالې جګړې ته لار هواره کړي.



اړوند خبرونه