روسي‌ ځواکونو پولنډ سره په پوله کې د اوکراین د لویو په ښار د توغندیو بریدونه وکړل

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۲۳ ورځ  په ( لویو )  ښار  د توغندیو بریدونه وکړل.

1797759
روسي‌ ځواکونو پولنډ سره په پوله کې د اوکراین د لویو په ښار د توغندیو بریدونه وکړل

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۲۳ ورځ  په ( لویو )  ښار  د توغندیو بریدونه وکړل.

د روسي ځواکونو په لویو ښار د بریدونو نه وروسته په ښار کې درې سترو چاودنو غږونه اوریدل شوي‌ دي.

ګمان کیږي‌ چې روسي ځواکونو په لویو ښار کې د الوتکو په فابریکې برید کړی وي.

د لویو د ښار ښاروال بیا ویلي‌ دي‌ چې روسي‌ ځواکونو په هوايي ډګر برید کړی خو توغندي‌ د هوايي ډګر ترڅنګ په یوې ودانۍ  لګیدلي‌‌دي.

ښاروال ویلي‌ دي چې تر اوسه پورې پدې بریدونو کې د مرګ ژوبله په اړه معلومات نشته. همداشان هغه زیاته کړې ده چې دا ودانۍ د الوتکو د ترمیم او چک اپ ودانۍ وه خو د یو څه مودې راهیسې فعالیت درول شوی وو.

د ویلو ده چې  د لویو ښار د اوکراین د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه دی چې د پولنډ سره په پوله کې په ۷۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري. روسیې پدې ښار تر اوسه پورې ستر بریدونه ندي کړي. همداشان په سلګونو زره تنه اوکرایني‌ وګړو دې ښار ته پناه وړې ده.

د بله پلوه روسیې د اوکراین د دونباس په سیمه کې هوايي حریم د الوتکو پر مخ وتړه او د الوتنو پر مخ ممنوع سیمه يي اعلان کړه. دا خبر د دونتسک تش په نامه د خپلواکه جمهوریت د مقاماتو لخوا اعلان شو.

همداشان روسیې ځواکونو د اوکراین په پلازمینه کیف کې هم د تیلو په ستیشن برید کړی دی.



اړوند خبرونه