امریکا د روسیې د ولسمشر پوتین پر خلاف یو بل ګام هم اوچت کړ
امریکا متحده ایالتونو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۲۱ مه ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.
امریکا متحده ایالتونو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۲۱ مه ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.
د امریکا د مشرانو جرګې د هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنګي جنایتونو په اړه تحقیقاتو ته اجازه ورکول کیږي.
پدې مسوده کې د روسیې لخوا په اوکراین کې د ترسره شوو جنګي جنایتونو د څیړولو غوښتنه شوې ده .
د ویلو ده چې دا مسوده د جمهوریت پلوه سناتور لینډسي ګراهام په مشرۍ د څه باندې ۲۰ تنو سناتورانو په لاسلیک د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شوه. پدې مسوده کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نه د جنګي مجرم په توګه یادونه شوې ده.
پدې مسوده کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د روسیې پوځ په اوکراین کې د ولادیمیر پوتین په امر جنګي جنایتونو مرتکب شوي دي چې دا مسئله باید د نړۍوالو اداراتو لخوا وڅیړل شي.
د امریکا د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پدې مسودې رای اچونه وشوه چې د ډیموکراټ او جمهوریت پلوو ټولو سناتورانو لخوا د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.
همداشان پدې مسوده کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنګي مجرم په توګه غندل شوی دی.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.