چک جمهوریت ، پولنډ او سلوانیا لومړي وزیرانو د اوکراین د ولسمشره سره لیدنه وکړه
پداسې حال کې چې د روسیې لخوا پر اوکراین بریدونه د خپل ټول شدت سره دوام لري د چک جمهوریت ، پولنډ او سلوانیا لومړي وزیرانو اوکراین ته سفر وکړ.
پداسې حال کې چې د روسیې لخوا پر اوکراین بریدونه د خپل ټول شدت سره دوام لري د چک جمهوریت ، پولنډ او سلوانیا لومړي وزیرانو اوکراین ته سفر وکړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي پرون په پلازمینه کیف کې د چک جمهوریت لومړي وزیر پتر فیالا ، یانز جانشا او ماتیوش موراویسکي سره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې د چک جمهوریت لومړي وزیر پتر فیالا تیره ورځ ویلي وو چې د پولنډ او سلوانیا د لومړیو وزیرانو سره به په ګډه پلازمینې کیف ته سفر وکړي.
د ویلو ده چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پيل راهیسې دا لومړني جګپوړي چارواکي دي چې اوکراین ته سفر وکړ.
ددې سفر موخه په اوکراین د ملاتړ اعلانول وو.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د ټولنېزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې پداسې سخو شرایطو کې پلازمینې کیف ته د پولنډ، چک جمهوریت او سلوانیا د لومړي وزیر سفر د اوکراین نه ددوې د ښکاره ملاتړ ښکارندويي کوي.
دا سفر زموږ لپاره ډیر زیات له اهمیت ډک یو سفر وو.
د لیدنې د جزیاتو په اړه څه ندي ویل شوي.