د چک جمهوریت ، پولنډ او سلوانیا لومړي وزیر اوکراین پلازمینې کیف ته سفر کوي
د اوکراین پلازمینه کیف د روسېې د یرغل او بریدونو تر سیوري لاندې د درې هیوادونو لومړي وزیرانو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.
د اوکراین پلازمینه کیف د روسېې د یرغل او بریدونو تر سیوري لاندې د درې هیوادونو لومړي وزیرانو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.
د چک جمهوریت لومړي وزیر پیتر فیالا وویل چې د سلوانیا او پولنډ د لومړي وزیرانو سره په ګډه به د اوکراین پلازمینې کیف ته سفر وکړي.
هغه وویل چې درې واړه لومړي وزیران به په پلازمینه کیف کې د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره وویني.
د ویلو ده چې د چک جمهوریت، پولنډ او سلوانیا لومړي وزیران د اروپا د شورا په استازیتوب د یو نوښت په ترسره کولو په خاطر اوکراین ته د سفر پریکړه کړې ده .
اوکراین ته ددې لومړي وزیرانو د سفر پریکړه د چک جمهوریت لومړي وزیر د خپل ټویټر پاڼې له لارې اعلان کړه.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې لیکلي دي چې " د پولنډ د لومړي وزیر ماتې وش موراوسکي، د لومړي وزیر مرستیال یروسواف کاچینسکي او سلوانیا لومړي وزیر یانز جانشا سره په ګډه نن د اوکراین پلازمینې کیف ته سفر کوو."
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.