اوکراین په ماریوپول ښار د روسیې په روانو بریدونو کې ملکي‌ وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیره اعلان کړه.

اوکراین : روسیې د ماریوپول په ښار په بریدونو کې ۱۵۸۲ ملکي‌ وګړي‌ وژلي‌ دي

1794148
اوکراین په ماریوپول ښار د روسیې په روانو بریدونو کې ملکي‌ وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیره اعلان کړه.

اوکراین په ماریوپول ښار د روسیې په روانو بریدونو کې ملکي‌ وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیره اعلان کړه.

 

اوکرایني‌ مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې د ماریوپول په ښار کې د روسیې په روانو بریدونو کې په تیرو ۱۲ ورځو کې لږ تر لږه  ۱۵۸۲ تنه ملکي‌ وګړي‌ وژل شوي‌ دي.

 

اوکرایني‌ مقاماتو ویلي‌ دي چې مونږ به هیڅکله هم دا هیر نکړو او هیڅکله به د بشریت پر وړاندې دا جنایت ونه بښو.

 

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت سلاکار وویل چې په ماریوپول کې وضعیت ډیر باریکه دی او د لا څرګنده نده چې ایا بشري‌ دهلیزونه به سویلي‌ بندر ته ورسیږي‌ او که نه.

 

د بله پلوه اوکراین د بیلاروس د احتمالي‌ برید د پلان نه هم خبرداری ورکړ.

د اوکراین د ستراتیژیکو اړیکو مرکز ویلي‌ دي‌  دا نشي‌ ویلی چې  بیلاروس به دا برید  په مسکو کې د روسیې او بیلاروس د ولسمشرانو پوتین او لوکاشینکو د لیدنې نه وروسته وکړي.

 

خو داسې معلومات شتون لري چې کیدای شي‌ د بیلاروس ځواکونه د مارچ د ۱۱ مې نیټې د شپې په ۹ بجو برید وکړي.



اړوند خبرونه