اوکرایني‌ ځواکونو د روسیې د پوځ یو بل جګپوړی جنرال هم وواژه.

روسیې د اوکراین په جګړه کې یو تن بل مهم قومندان هم د لاسه ورکړ

1791371
اوکرایني‌ ځواکونو د روسیې د پوځ یو بل جګپوړی جنرال هم وواژه.

 

اوکرایني‌ ځواکونو د روسیې د پوځ یو بل جګپوړی جنرال هم وواژه.

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په ۱۳ مه ورځ  هم  بریدونه دوام لري. روسیې د اوکراین د پلازمینې کیف ، خارکیف، ماریوپولو او سومي‌ د ښارونو نه د ملکي‌ وګړو د تخلیې په موخه  پرون لنډ مهال اوربند اعلان کړ.

 

همداشان د اوکراین په یو زیات شمیر ښارونو او سیمو بریدونه دوام لري. د اوکراین د دفاع وزارت بیا د خارکیف په ښار کې په نښتو کې د یو تن جګپوړي‌ روس جنرال د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو ریاست ویلي‌ دي‌ چې  د روسي‌ ځواکونو یو تن قومندان تورنجنرال ویتالي‌ ګیراسیموف د خارکیف ښار ته نږدې په یوه سیمه کې په نښته کې وژلی دی.

 

ویل کیږي‌ د روسیې د ۴۱م اردو قومندان تورنجنرال ګیراسیموف د چیچین په دویمه جګړه او د سوریې په عملیاتو کې هم ګډون کړی وو.

 

همداشان نوموړي‌ د کریمیا د نیولو په عملیاتو کې هم ګډون کړی وو ددې عملیاتو د پایته رسیدو نه وروسته یو مډال هم ترلاسه کړی وو.


پيوندونه: #جګړه , #اوکراین , #روسیه

اړوند خبرونه