بلینکن : د روسیې لخوا د زیلنسکي د وژل کیدو په صورت کې اوکراین د حکومت د دوام په خاطر پلان لري
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل ، د روسیې لخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د وژل کیدو په صورت کې دا هیواد د حکومت د دوام په خاطر پلانونه لري.
![بلینکن : د روسیې لخوا د زیلنسکي د وژل کیدو په صورت کې اوکراین د حکومت د دوام په خاطر پلان لري](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/398b/d06b/5026/6215a97ba2bc3.jpg?time=1719186724)
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل ، د روسیې لخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د وژل کیدو په صورت کې اوکراین د حکومت د دوام په خاطر پلانونه موجود دي.
بلینکن دا څرګندونې د ( سي بي اس ) تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. هغه د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د راتلوونکې او برخلیک او روسیې لخوا پر اوکراین د روانو بریدونو په اړه ارزونې وکړې.
بلینکن د ویاندې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د نړۍ د مشرانو سره په خبرو کې ډیری ځل " کیدای شي چې دا زمونږ وروستۍ لیدنه او خبرې وي " ویلي دي ، " که چیرې روسیه د اوکراین ولسمشر زیلنسکي ووژني ایا څه به پیښ شي؟ ایا امریکا د زیلنسکي پرته په اوکراین کې د یو حکومت نه به ملاتړ ته دوام ورکړي؟ " وویل ، " د اوکراین خلک ددې لپاره پلان لري چې زه نه غواړم جزیاتو په اړه يي بحث وکړم. غواړم دا ووایم چې امریکا پدې ډول یا په هغه ډول د اوکراین د حکومت نه ملاتړ ته دوام ورکوي. "
همداشان بلینکن د پولنډ او امریکا ترمنځه اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو د مسئلې په اړه د همکارۍ اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " واشنګټن او وارسا پدې مسئله کې په مذاکراتو بوخت دي. ډیر نږدې په ګډه کار کوي. د پولنډي دوستانو سره اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو نه وروسته د هغوې هوايي ځواکونو دا تشه باید څه ډول ډکه کړو د مسئلې په اړه د خبرو په حال کې یو. "
بلینکن د اوکراین د هوايي حریم د تړولو او په الوتنو د بندیز لګولو د مسئلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، دم ګړۍ دا خبره ناممکنه ده. امریکا د اوکراین سره د روسیې د یرغل په مقابل کې د ځان نه د دفاع په خاطر د خپل وس او توانه پورې مرستو ته دوام ورکوي.
همداشان بلینکن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پولنډ لخوا اوکراین ته د میګ ۲۲ او سو ۲۵ روسي جنګي الوتکو ورکولو پریکړه په ټوله معنا د پولنډ خپله پریکړه ده او دا د ناټو سازمان پریکړه نده.
د ویلو ده چې د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې تیره ورځ په خپل یو خبر کې لیکلي دي چې امریکا په پام کې لري چې پولنډ لخوا اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو په بدل کې دې هیواد ته اف ۱۶ جنګي الوتکې ورکړي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719186725)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.