روسیې په اوکراین کې د اروپا تر ټولو په سترې اټومي‌ بټۍ برید کړی دی.

ولادیمیر زیلانسکي : د اوکراین د زاپرویژیا اټومي‌ بټۍ چاودنه کیدای شي‌ چې د هر څه پای وي. ټوله اروپا به له منځه یوسي.

1789495
روسیې په اوکراین کې د اروپا تر ټولو په سترې اټومي‌ بټۍ برید کړی دی.

روسیې په اوکراین کې د اروپا تر ټولو په سترې اټومي‌ بټۍ برید کړی دی.

روسي‌ ځواکونو د اوکراین د زاپروژیا  په اټومي‌ بټۍ د برید نه وروسته په بټۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

د نوموړې اټومي‌ بټۍ امنیتي‌ کمرو لخوا د ثبت شوو فلمونو له مخې چې په یوتیوب کې خپاره شوي‌ دي‌ پکې ښکاري‌ چې د شپې په ناوخته ساعتونو کې لومړی په اټومي‌ بټۍ د برید له امله ستره چاودنه کیږي‌ او وروسته متقابلې نښتې پيلیږي. د چاودنې نه وروسته د بټۍ نه لوګي‌ پورته کیږي‌ او اورلګیدنه پيلیږي.

د اینرخودر د ښار ښاروال چیرته چې دا اټومي‌ بټۍ موقعیت لري پر روسي او نړۍ غږ کړی دی چې پدې اټومي‌ بټۍ  او شاوخوا سیمو کې هر څه ژر باید بریدونه ودرول شي.

د بله پلوه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی دی چې دا اټومي‌ بټۍ د اروپا تر ټولو ستره اټومي‌ بټۍ ده او د چاودنې په صورت کې به د چارنوبیل لس برابره ستره فاجعه رامنځته شي.

د ویلو ده چې تر اوسه پورې راډیواکټیف د وړانګو په سویه کې کوم تغیر ندی راغلی.

د یادې شوې اټومي‌ بټۍ د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې بټۍ په ساحه کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .

د زاپروژیا  د اټومي‌ بټۍ د رسنیو د دفتر یو تن مسئول اندري‌ توز ویلي دي‌ چې د اټومي‌ بټۍ د راډیو اکټیف وړانګو په سویه کې کوم تغیر ندی راغلی. د بټۍ ‌ مسئولینو او متخصصینو هر ډول امنیتي‌ تدابیر نیولي‌ دي.

د بله پلوه د اوکراین بیړنیو حالاتو او ناورین اژانس د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې اورلګیدنه د بټۍ د اصلي‌ مرکز نه بهر رامنځته شوې ده . د اورلګیدنې د رامنځته کیدو سره سم د مسئولینو د بټۍ د مرکزي‌ فاز سره د دریم فاز ارتباط پرې کړی دی.

اورلګیدنه تر کنټرول لاندې راغلې ده . په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دا اورلګیدنه د اټومي‌ بټۍ د روزنیز مرکز په ودانۍ کې رامنځته شوې وه.

 

د اوکراین ولسمشر زیلانسکي : که چیرې دا اټومي‌ بټۍ وچوي ټوله اروپا به له منځه یوسي

 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي په نړۍوالې او په ځانګړې توګه لویدیځ غږ کړی دی چې هر څه ژر باید روسي‌ ځواکونو مخه ونیسو. هغه خبرداری ورکړی که چیرې دا ټومي‌ بټۍ وچوي دا به د هر څه پای وي، اروپا به له منځه یوسي.

 

د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن ددې پيښې نه سمدلاسه وروسته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې او په اټومي‌ بټۍ د برید او وروستي‌ وضعیت په اړه يي ترینه معلومات واخیستل.

 

بایدن پر روسیې غږ وکړ چې هر څه ژر د دې اټومي‌ بټۍ په شاوخوا کې نښتې او پوځي‌ عملیات پایته  ورسوي‌ او اور وژنې ډلو ته د بیړنۍ مداخلې اجازه ورکړي.

 

د انګلستان لومړي‌ وزیر بوریس جانسن هم ددې پيښې نه وروسته د اوکراین د ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

انګلستان لومړي‌ وزیر د ملګروملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډې راوبلله.

 

د ویلو ده چې د اوکراین  زاپورژیا  اټومي‌ بټۍ د اروپا تر ټولو لویه او د نړۍ لسمه لویه اټومي‌ بټۍ ده.

 

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په لومړنیو ورځو کې روسي‌ ځواکونود چارنوبیل په اټومي‌ بټۍ برید وکړ او دا بټۍ يي ونیوله.

 

د ویلو ده چې په اوکراین کې په څلورو اټومي‌ بټیو کې  ۱۵ ریکټورونه فعاله دي. اوکراین د هیواد د برښنا نیمايي اړتیا د همدې بټیو نه ترلاسه کوي.



اړوند خبرونه