اوکراین : د ولسمشر زیلانسکي د ترور کولو په خاطر رالیږل شوي ځانګړي ډله له منځه یوړل شوه
اوکراین د هغه ځانګړې روس پلوه چیچیني ډلې د لمنځه وړو نه خبر ورکړ چې د ددې هیواد د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د ترور کولو په خاطر رالیږل شوې وه.
![اوکراین : د ولسمشر زیلانسکي د ترور کولو په خاطر رالیږل شوي ځانګړي ډله له منځه یوړل شوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/14a2/0186/bf4f/621a0afe4c2da.jpg?time=1718961776)
اوکراین د هغه ځانګړې روس پلوه چیچیني ډلې د لمنځه وړو نه خبر ورکړ چې د ددې هیواد د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د ترور کولو په خاطر رالیږل شوې وه.
د اوکراین ملي امینت شورا وویل چې د ولسمشر زیلانسکي د وژلو په موخه اوکراین ته رالیږل شوي ځانګړې چیچیني ډله له منځه وړې ده.
د اوکراین د ملي امنیت شورا سکرتر الکسي دانیلوف وویل چې د روسیې اړوند د چیچین خپلواکه جمهوریت ولسمشر رمضان قدیروف د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د ترور کولو په خاطر پنځم ځانګړي غنډ اوکراین ته رالیږلی وو . دا غنډ د دوو ځانګړو ډلو نه تشکیل وو.
ددې غنډ یوه ډله په کوستامیل کې له منځه یوړل شوه او بله يي په نورو سیمو کې له منځه یوړل شوه.
هغه وویل چې د اوکراین اتل امنیتي ځواکونه او خلک د خپل ولسمشر او نه هم خپل یو موټی خاوره چاته ورکوي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718961776)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.