روسېې پر اوکراین د یرغل په اومه ورځ د بریدونو کچه لوړه کړه.
د اوکراین د خارکوف په ښار په بریدونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
![روسېې پر اوکراین د یرغل په اومه ورځ د بریدونو کچه لوړه کړه.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/0f95/b881/f91d/621e2bf5ea0bb.jpg?time=1718997470)
روسېې پر اوکراین د یرغل په اومه ورځ د بریدونو کچه لوړه کړه.
روسیه په اوکراین کې د وینو تویونې ته دوام ورکوي. روسي ځواکونو د اوکراین د خارکیف په ښار د بریدونو سره په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د خارکیف والي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې ښار د روسي ځواکونو په وروستي برید کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې لومړی د خارکیف په ښار کې د ډیرو زورور چاودنو نه خبر ورکړ شو.
وروسته ددې ښار ځايي مقاماتو د روسي ځواکونو په بریدونو کې د اوښتو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.
همداشان د اوکراین پوځ ویلي دي چې د روسیې ځانګړي ځواکونه د هوا له لارې د پراشوټ په ذریعه د خارکیف ښار ته ښکته شوي دي.
د اوکراین پوځ ویلي دي چې د روسیې ځواکونه د هر خوا نه د پرمختګ هڅه کوي خو د اوکرایني ځواکونو د سخت مقامت سره مخامخ دي.
د یادولو وړ ده چې تیره شپه د شپې په اوږدو کې په پلازمینه کیف بریدونو دوام درلود. اوکرایني مقاماتو د زیتمویر په ښار کې پر ملکي وګړو د بریدونو نه خبر ورکړی دی.
پدې برید کې د یو تن ماشوم په ګډون ۴ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې د اوکراین په سویل کې د خرسون ښار ډیری برخې روسي ځواکونو نیولي دي. د یاد شوي ښار ښاروال ایګور کولیهایف وویل چې په ښار کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځه نښتې دوام لري. د ښار بندرونه او ریل ګاډو ستیشن روس ځواکونو نیولي دي. همداشان ځیني نورې سیمې هم د روسي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718997470)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.