اوکراین دفاع وزارت په تیرو ۵ ورځو کې روس ځواکونو ته اوښتو ځاني‌ تلفاتو شمیره اعلان کړه

د اوکراین د دفاع وزارت د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په پنځمه ورځ په روانه جګړه کې روسیې ته د اړولو ځاني‌ او مالي‌ تلفاتو ارقام اعلان کړل.

1786781

د اوکراین د دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل راهیسې ۵۳۰۰ تنه روس ځواکونه وژل شوي، ۲۹ جنګي‌‌ الوتکې، ۲۹ جنګي‌‌ چورلکې، ۸۱۶ نقلیه وسایط او ۱۹۱ هم ټانکونه له منځه وړل شوي‌ دي.

همداشان  د روسیې په بریدونو کې ۳۵۲ تنه ملکي‌ وګړو چې ۱۴ تنه يي ماشومان دي‌ ژوند د لاسه ورکړی  او ۱۶۸۴ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ چې تر سلو ډیر يي ماشومان دي.

د ویلو ده چې د روسیې د دفاع وزارت هم  تیره ورځ‌ د په اوکراین کې روس ځواکونو ته د ځاني‌ تلفاتو اوښتو اعلان کړی وو خو شمیره يي نوه اعلان کړې.

اړوند خبرونه