د استرالیا لخوا پر روسیې ډیر سخت بندیزونه. پوتین او جګپوړي‌ روس چارواکي‌ ممنوع الدوخول کړل

استرالیا د روسیې لخوا پر اوکراین  د یرغل نه وروسته  ددې هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین او ملي‌ امنیت شورا غړي‌  استرالیا ته ممنوع الدوخول اعلان کړل.

1786724
د استرالیا لخوا پر روسیې ډیر سخت بندیزونه. پوتین او جګپوړي‌ روس چارواکي‌ ممنوع الدوخول کړل

استرالیا د روسیې لخوا پر اوکراین  د یرغل نه وروسته  ددې هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین او ملي‌ امنیت شورا غړي‌  استرالیا ته ممنوع الدوخول اعلان کړل.

د استرالیا لومړي‌ وزیر سکاټ موریسن  وویل چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل له امله يي پوتین او د روسیې د ملي‌ امنیت شورا غړي‌ استرالیا ته د ممنوع الدوخلولو پریکړه وکړه.

د استرالیا لومړي‌ وزیر د صدارت د رسمي‌ ویبپاڼې له لارې په خپور کړي‌ بیان کې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې پر روسیې د لګولو بندیزونو په اړه معلومات ورکړل.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې روسیې ، نړۍوال حقوق او د ملګروملتونو سازمان ټړونونه د خپو لاندې کړي‌ دي.

" پوتین ، پر اوکراین ددې وحشي  او ناحقه یرغل  او روانې جګړې یواځنی مسئول بولو. استرالیا د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې پر روسیې د مالي‌ بندیزونو سربیره  د سفرونو په برخه کې هم بندیز لګولی دی. پدې بندیزونو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، بهرنیو چارو وزیر سرګي‌ لاوروف، د دفاع وزیر سرګي‌ شویګوف، لومړی وزیر میخایل میشوستین او کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولستیف نومونه هم  شامل دي. نوموړي‌ هیواد دا چارواکی‌  استرالیا ته ممنوع الدوخول شول. دا بندیزونه د نن شپې د نیمايي نه د اعتبار وړ دي او نافذیږي."

 

هغه وویل چې د روسیې سربیره د بیلاروس په بعضې اشخاص او اداراتو باندې هم د بندیز لګولو پریکړه کړې ده .

بیلاروس روسیې ته ددې هیواد نه د اوکراین په مقابل کې برید کولو ته د اجازې ورکولو له امله د بیلاروس د دفاع وزیر په ګډون ۱۳ تنو چارواکي او ادارات د روسیې د جرمي‌ شریکانو په توګه پرې بندیزونه لګولي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې استرالیا پر روسیې د لګولو بندیزونو په چوکاټ کې  په نړۍواله کچه د روسیې د مرکزي‌ بانک شتمنیو او پانګو د ضعیفولو په خاطر بعضې محدودیتونه او تدابیر هم نیولي‌ دي.



اړوند خبرونه