اروپايي ټولنې او انګلستان د روسیې پر ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د بندیز لګولو پریکړه وکړه
اروپايي ټولنې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بندیز ولګو.
اروپايي ټولنې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بندیز ولګو.
د اروپايي ټولنې بهرنیو اړیکو او امنیت عالي استازي جوزیف بوریل وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف نومونه هم د بندیزونو په لست کې د داخلولو پریکړه وکړه. په اروپا کې به د هغوې ټوله شتمني کنګل کړو.
هغه وویل چې په راتلوونکې ورځو کې به د نړۍ قوي عزم او ارادې شاهدې وکړو. د ملګروملتونو سازمان بهر هم د ډیرو قوي غبرګونو شاهدي کوو. د اروپايي ټولنې د شورا د څرګندونو او سخت غبرګون نه هر کلی کوو.
زمونږ متخصصین د ناسم معلوماتو پر خلاف جګړې او مبارزې ته دوام ورکوي.
د روسیې پر ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر به هم بندیزونه ولګو.
د روسیې د ګاونډیو هیوادونو سره به خپلې مرستې لا ډیرې کړو. همداشان ددې امکان شتون لري چې د بالکان د لویدیځ نه هم ځیني پارونکو اقداماتو شاهدي وکړو. په ځانګړې توګه د بوسنیا هرزګوینا د پاسه کیدای شي چې ځیني پارونکي اقدامات وګورو.
د بله پلوه انګلستان هم د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا پر روسیې د یرغل له امله د ولسمشر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف باندې د بندیز لګولو پریکړه وکړه.