د اوکراین په پلازمینه کیف او یو زیات شمیر نورو ښارونو کې د ګن شمیر سترو چاودنو غږونه اوریدل شوي‌ دي

روسیې د اوکراین د پلازمینې په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو د توغندیو بریدونه ترسره کړل

1784047
د اوکراین په پلازمینه کیف او یو زیات شمیر نورو ښارونو کې د ګن شمیر سترو چاودنو غږونه اوریدل شوي‌ دي

د اوکراین په پلازمینه کیف کې د ګن شمیر سترو چاودنو غږونه اوریدل شوي‌ دي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه د ځانګړو پوځي‌ عملیاتو د پيلولو د امر د ورکولو نه وروسته د اوکراین د پلازمینې کیف په ګډون په یو زیات شمیر ښارونو کې د درندو چاودنو غږونه اوریدل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې  پلازمینې کیف سربیره د خارکوف ، کراماتورسک ، ماریوپول، اودیسا او نورو ښارونو کې د پرله پسې چاودنو غږونه اوریدل کیږي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌ اعلان وکړ چې روسیې پر اوکراین د توغندیو بریدونه ترسره کړي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې روسیې  د اوکراین زیربناګانو او سرحدي‌ پوستو او مرکزونو د توغندیو بریدونه کړي‌ دي.

زیلانسکي‌ زیاته کړه چې ددې بریدونو په اړه يي د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د بله پلوه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي‌ دي‌ چې  اوکراین د روسیې د تیري‌ او تهاجم لاندې قرار لري خو تر قطعي بري‌ پورې به د هیواد نه دفاع ته دوام ورکړو.

همداشان هغه د نړۍوالې ټولنې نه د ځان نه د دفاع په خاطر د وسلو، مالي‌ مرستو او بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.

همداشان د روسیې د دفاع وزارت هم  ویلي‌ دي‌ چې د ډیرو حساسو او زیرکو توغندیو سره د اوکراین په پوځي‌ بنسټونو بریدونه ترسره کړي‌ دي.

روسیې دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې دا بریدونه پر ملکي‌ هدفونو نه بلکې د اوکراین پر پوځي‌ بڼسټونو ترسره کیږي.

د بله پلوه د اوکراین د کراماتورسک د ښار د پاسه چې د دونباس سیمه کې موقعیت لري‌ د جنګي‌ الوتکو د الوتنو غږونه اوریدل شوي‌ دي.

د ویلو ده چې پدې بریدونو کې د رامنځته شو ځاني‌ زیانونو په اړه څه ندي‌ ویل شوي.



اړوند خبرونه