پوتین خپلو ځواکونو ته د دونتسک او لوهانسک سیمو ته د ننوتو امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ختیځو سیمو دونتسک او لوهانسک خپلواکي‌ په رسمیت د پیژندو د پریکړې نه وروسته  پوځ ته دې سیمو ته د ننوتو امر وکړ.

1782722
پوتین خپلو ځواکونو ته د دونتسک او لوهانسک سیمو ته د ننوتو امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ختیځو سیمو دونتسک او لوهانسک خپلواکي‌ په رسمیت د پیژندو د پریکړې نه وروسته  پوځ ته دې سیمو ته د ننوتو امر وکړ.

د روسیې ولسمشر پوځ ته د دونتسک او لوهانسک د سیمو د امنیت ساتلو او  د سولې د ټینګښت امر وکړ.

ددې سربیره پوتین د بهرنیو چارو وزارت ته د دونتسک او لوهانسک  تش په نامه جمهوریتونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو په برخه کې هر څه ژر د تړونونو د لاسلیکولو هدایت وکړ.

همداشان پوتین ویلي‌ دي‌ چې د دونتسک او لوهانسک د سیمو خپلواکي‌ د په رسمیت پيژندو فرمان د لاسلیک د نیټې نه د اعتبار وړ دی.

پوتین ویلي‌ دي‌ چې روس ځواکونه د سوله ساتو ځواکونو په توګه دونتسک او لوهانسک سیمو ته داخل شي.

د پوتین لخوا د نوموړو سیمو د په رسمیت پيژندو نه وروسته په دونتسک او لوهانسک کې خلک لارو او سړکانو ته راووتل او د هوايي فشنګونو په الوزولو سره يي دا پریکړه ولمانځله.

د بله پلوه د رویټرز خبري‌ اژانس ویلي‌ دي‌ چې روسیې د دونتسک او لوهانسک سره د همکارۍ تړون د لاسلیکولو سره پدې سیمو کې د پوځي‌ هډو د جوړولو اجازه هم ترلاسه کړې ده.

د ویلو ده چې د اوکراین په ختیځ کې روس پلوه بیلتون غوښتونکو په ۲۰۱۴ کال کې د یوې ټولپوښتنې نه وروسته د اوکراین نه د جلا کیدو پریکړه وکړه. نوموړو د دونتسک او لوهانسک په نامه دوه جلا جلا جمهوریتونه اعلان کړل.



اړوند خبرونه