د پوتین لخوا د اوکراین د دونتسک او لوهانسک سیمې د رسمیت پیژندو پر خلاف نړۍوال غبرګونه دوام لري
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د اوکراین په ختیځ کې روس پلوه تش په نامه خپلواکه سیمو خپلواکي د په رسمیت پیژندو پریکړې په نړۍواله کچه ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د اوکراین په ختیځ کې روس پلوه تش په نامه خپلواکه سیمو خپلواکي د په رسمیت پیژندو پریکړې په نړۍواله کچه ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
ترکیې د روسیې دا پریکړه د اوکراین په سیاسي یووالي، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا په ښکاره توګه تیری وباله او دا پریکړه يي وغندله.
د ناټو سازمان مشر ینس ستولتنبرګ د پوتین ددې پریکړې نه د اوکراین د اشغال په خاطر د بهانې د رامنځته کولو په توګه یادونه وکړه.
هغه وویل چې ناټو سازمان د روسیې دا پریکړه په کلکه توګه غندي.
ستولتنبرګ د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا چې روسیه يي هم غړیتوب لري په ۲۰۱۵ کال کې د اوکراین خپلواکي ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت تاییدولو ته په اشارې سره ویلي دي" دونتسک او لوهانسک د اوکراین خاوره او نه بیلیدونکې پارچې دي. مسکو په اوکراین کې دې بیلتون غوښتونکو سره د مالي او پوځي مرستو سره د اوکراین په ختیځ کې لا زیاتو نښتو او جګړو ته په ښکاره توګه لمن وهي. روسیې یو ځل بیا دا وښوده چې د اوکراین د اشغالولو لپاره بهانه رامنخته کوي."
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورزالا ون در لاین، اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس میشل، د اروپا د پارلمان رئیس روبیرتا میتسولا او اروپا د بهرنیو اړیکو او امنیتي سیاست عالي استازي جوزیف بوریل په هممهاله توګه د خپلو ټولنیزو پاڼو نه د یو ګډ پيغام په خپرولو سره سخت غبرګون وښود.
نوموړو په خپور کړي ګډ پيغام کې ویلي دي " د روسیې لخوا په اوکراین کې د دوو جلا شوو سیمو خپلواکي په رسمیت پیژندل د نړۍوالو حقوقو، اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا او مینسک تړون نه په ښکاره توګه سرغړونه ده. اروپايي ټولنه او متحدین به يي د اوکراین سره د همغږۍ په خاطر په ګډه توګه د روسیې ددې پریکړې پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښايي."
د ملګروملتونو سازمان عمومي سکرتر انتونیو ګوتریش د روسیې لخوا د اوکراین د دونتسک او لوهانسک د سیمو خپلواکي د په رسمیت پیژندو د پریکړې په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او ددې پریکړې نه يي د ملګروملتونو سازمان قواعدو او اصولو سره په ټکر کې د یو اقدام په توګه یادونه کړې ده .
د امریکا متحده ایالتونو بیا د روسیې ددې پریکړې پر خلاف لومړنی ګام اوچت کړ. د دونتسک او لوهانسک د سیمو سره چې د روسیې لخوا په رسمیت پیژندل شوي دي د هر ډول تجارت د بندیز لګولو په اړه فرمان لاسلیک کړ.
سپینې ماڼۍ پدې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې ولسمشر جو بایدن به د لوهانسک او دونتسک د سیمو سره د هر ډول تجارت او سرمایه ګذارۍ باندې د بندیز لګولو سربیره نوي جدي ګامونه هم اوچت کړي."
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن بیا په غبرګون کې ویلي دي چې " د روسیې د ولسمشر پوتین دا پریکړه د ټولو نړۍوالو حقوقو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده. هر څه ژر به په روسیې بندیزونه اعلان کړو."
د جرمني لومړي وزیر هم دا پریکړه په کلکه توګه وغندله.
فرانسې بیا د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا بیړنۍ غونډه راوبلله .