په برازیل کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۱۷ تنو ته لوړه شوه

په برازیل کې د شدیدو اورښتونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۱۱۷ تنو ته لوړه شوې

1780915
په برازیل کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۱۷ تنو ته لوړه شوه

د برازیل  د ریو دو ژانیزو په ایالت کې د ډیرو شدیدو اورښتونو په نتیجه کې  د راوتلو سیلاونو او مځکښویدونو په نتیجه کې د ځاني‌ تلفاتو شمیره ۱۱۷ تنو ته لوړه شوه.

د برازیلي‌ رسنیو د خبر له مخې  د ریو دو ژآنیزو ایالت اړوند د پیتروپولیس په غره نیز ښار کې د سیلاونو او مځکښویدنو له امله ۱۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او تر ۱۱۰ تنو ډیر لا درکه شوي‌ دي.

د یاد شوي‌ ایالت د ژغورنې او ملکي‌ خوندیتوب ادارې ویلي‌ دي‌ چې تر اوسه پورې ۲۴ تنه ژغورلي‌ دي‌ او ۷۰۵ تنه نور يي په خوندي سیمو کې ځای په ځای کړي‌ دي.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې که کیدای شي‌ د مړو شمیره لوړه شي.



اړوند خبرونه