د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌ وویل چې له هیچا نه ډاریږو.

زیلانسکی‌ : هیواد يي‌ له هیچا ډار نلري.

1780348
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌ وویل چې له هیچا نه ډاریږو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي‌ وویل چې له هیچا نه ډاریږو.

د اوکراین ولسمشر زیلانسکي‌ په ماریوپول کې د وسله والو ځواکونو او امنیتي‌ ځواکونو سره لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې چې د بهرنیو هیوادونو استازو هم ګډون وو وویل ، زمونږ اتل وسله وال ځواکونه د هیواد د پولو ، مځکنۍ بشپړتیا  او د سولې مدافعین دي. تاسې حقیقت قهرمانان یاست.

هغه وویل چې د اوکراین په خاوره کې زمونږ سره پاتې سفیران، ډیپلوماټان، د نړۍوالو سازمانونو مشران تاسې زمونږ حقیقي‌ دوستان یاست.

همداشان د اوکراین ډاکټران ، راهبان  ، ژورنالستان، زمونږ هیوادوال او حقیقتي‌ سیاستوال  او د اوکراین ټولو خلک ته د اوکراین د اتحاد او یووالي‌  د ورځې له امله د زړه له کومې مبارکي‌‌ وایم.

هغه وویل چې د هیچا ډار نلري او هیواد يي هر ډول سیاسي، پوځي‌ او نورو فشارونو ته چمتو دی او تیاري‌ يي نیولی دی.

هغه وویل چې مونږ د فبروري‌ د ۱۶ مه نیټې په څیر په ۱۷ مه نیټه ، په مارچ میاشت کې او راتلوونکې هره میاشت او هر ورځ کې د خپل وطن نه دفاع کوو او دفاع کولو ته به دواړم ورکړو.

هغه زیاته کړه چې د اوکراین زړور وسله وال پوځ، تجربه لرونکو ډیپلوماټانو، د ملي‌ مقامت ځواکونو  دا ټولې ستونزې به په ګډه سره حل کړو. په ګډه به د یو ښکلی او سوله ایز اوکراین په جوړولو کې څه وکړو. پداسې یوه ورځ کې د داسې یو دولت د ولسمشر په توګه په خپل ځان او خپل وطن افتخار کوم.

هغه یو ځل بیا وویل چې مونږ له هیچا ډار نلرو. د ځان نه پوره دفاع ته چمتو یو



اړوند خبرونه